کورونا؛ ولسي جرګه په اوونۍ کې یوه غونډه جوړوي

یوشمېر وکیلانو د ولسي جرګې په نننۍ عمومې غونډه کې د کورونا ویروس د ګواښونو په اړه اندېښنې وښودې او د خپرېدو د مخنیوي پر لارو چارو یې خبرې وکړې.

د ولسي جرګې د روغتیا، ځوانانو او بدني روزنې کمېسیون له لوري د جرګې عمومي غونډې ته د کورونا ناروغي د ګواښونو او د پراخېدو د مخنیوي په اړه یوه طرحه وړاندې کړه.

په طرحه کې لیکل شوي، د هغو ډاکټرانو او روغتیايي کارکوونکیو تنخاوې او امتیازونه دې لوړ شي چې پر کورونا ویروس د اخته کسانو درملنه کوي.

په طرحه کې دغه راز راغلي چې د عامه پوهاوي کچه دې پراخه، له ایران سره سرحدي ولایتونو ته دې پام ډېر او  ترڅنګ دې د ولسي جرګې عمومي غونډې په دوو یا درېوو اوونیو کې یو ځل جوړې شي.

د ولسي جرګې غړی اسد خالد وايي، که په اوونۍ کې یوه غونډه جوړه شي، له یوې خوا به مو د کورونا د خپرېدو مخنیوی کړی وي او بله‌خوا به مو پر دولتي ادارو خپل فشارونه هم روان ساتلي وي.

په همدې حال کې یوشمېر وکیلانو وویل، په افغانستان کې د کورونا په ویروس د اخته کسانو شمېر له اعلان شویو شمېرو ډېر دی او په کابل کې هم پر دې ناروغي اخته کسان شته، خو یاد وزارت نه یوازې د اخته کسانو شمېرې سمې نه خپروي، بلکې په دې اړه لازم تدابیر هم نه لري.

د وکیلانو له وړاندیزونو وروسته د ولسې جرګې رییس میررحمان رحماني وویل، د کورونا ویروس ستونزه نړیواله ده او ډېری ځواکمن هېوادونه یې هم ځپلي؛ نو د مخنیوي لپاره یې باید جدي کار وشي.

وکیلانو دغه راز د رایو په ډېروالي پرېکړه وکړه چې تر دې وروسته به د جرګې عمومي غونډې په اوونۍ کې یو ځل د چهارشنبې په ورځ جوړېږي.

د یادونې ده چې د عامې روغتیا وزارت پر کورونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۲۲ ښودلی دی. پر دغه ویروس تر اوسه ۳۴۰ شکمنې پېښې ثبت شوي چې له ډلې یې د ۲۷۳ کسانو پایلې منفي او د پاتې ۴۵ نورو پایلې لا روښانه نه دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام