د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار وايي، تېرو ۲۴ ساعتونو کې هېواد کې د کورونا ویروس ۶۳ تازه پېښې ثبت شوي چې له دې سره د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۹۹۶ ته ورسېد.
له دغو ۶۳ تازه پېښو ۳۱ کابل، ۱۶ بلخ، ۶ کنړ، ۴ هرات، ۳ بغلان او يوه يوه فاریاب، لغمان او جوزجان ولایتونو کې ثبت شوې دي.
کورونا ویروس تر دا مهاله د افغانستان ۳۱ ولایتونو ته غځېدلی چې تر ټولو زیاتې پېښې یې کابل، هرات او کندهار کې دي.
د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، افغانستان کې تر اوسه پورې د ياد ويروس له کبله ۳۳ مړه شوي او ۱۳۱ نور بېرته ترې روغ شوي دي.
امریکا کې د جانس هاپکنز پوهنتون د معلوماتو پر بنسټ ټوله نړۍ کې کورونا ویروس د یکشنبې تر سهاره ۱۶۰ زره او ۹۲۵ کسان مړه کړي او تر ۲ میلیون او ۳ سوه زرو زیات یې نیولي دي.