کورونا؛ نن يې هېواد کې ۶۸۰ تازه پېښې ثبت شوي

د عامې روغتیا وزارت مرستیال وحیدالله مجروح وايي، تېرو ۲۴ ساعتونو کې بېلا بېلو ولایتونو کې د کورونا ویروس ۱۱۱۲ شکمنې پېښې ازمایل شوي چې له دې ډلې یې ۶۸۰ پېښې مثبتې دي چې ټول هېواد کې په کووېډ ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۱۵ زره او ۲۰۵ ته لوړ شوی دی.

د مجروح په وينا، د کورونا ویروس د ۶۸۰ تازه پېښو له ډلې تر ټولو ډېرې ۳۷۱ کابل او ۱۱۱ هرات کې ثبت شوې دي.

نوموړي زياته کړه، افغانستان کې تېره یوه شپه او ورځ کې د کووېډ ۱۹ ناروغۍ له کبله ۸ کسان مړه شوي او ۲۵ بېرته روغ شوي چې د ټولو مړو شوو شمېر ۲۵۷ او د بېرته رغېدلو هم ۱۳۲۸ ته رسېږي.

دې سره ټوله نړۍ کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر تر ۶ میلیون او ۱۵۵ زرو اوښتی چې له دې ډلې یې څه باندې ۳ لکه او ۷۰ زره مړه شوي دي.

ټوله نړۍ کې بیا له کورونا تر ۲ میلیون او ۷۳۴ زره ډېر کسان بېرته ښه شوي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام