د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې یا نی اجرايوي رییس مجیب خلوتګر وايي، د کورنیو چارو وزارت وروستۍ پرېکړه د اساسي قانون له هغې مادې سرغړونه ده چې د بیان ازادي یې له برید نه خوندي بللې ده.
د نوموړي په وینا، دغه پرېکړه د بیان ازادي محدودول دي او اطلاعاتو ته د خبریالانو تړلي لاسونه به نور هم وتړي.
د کورنیو چارو وزارت سرپرست په یوه اعلامیه کې امر کړی چې د دغه وزارت د اطلاعاتو پر خپرولو، د پولیسو د لاستهراوړنو په خپرولو، له رسنیو سره د پولیسو پر مرکو او پر ټولنیزو شبکو د کورنیو چارو وزارت د کارکوونکیو د شخصي نظر څرګندولو په اړه محدودیتونه لګولي دي.
خو د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیاله مروه امیني وايي، رسنیو د محدودیتونو وضع کولو په تړاو د کورنیو چارو وزارت له خبرپاڼې ناسم انګېرنه کړې او د کورنیو چارو وزارت به د رسنیو په خدمت کې وي.
دا په داسې حال کې ده چې د سلاموطندار په ګډون، د ۳۰ رسنیو استازیو د یوې اعتراضیه غونډې په ترڅ کې ناسم لوري ته اطلاعاتو ته د لاسرسي وضعیت د تلو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او د یوې اعلامیې په خپرولو سره یې ویلي چې دولت باید اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې د خبریالانو پر وړاندې شته خنډونه لرې کړي.
اړوند مطالب:
نی: ځېنې رسنۍ مذهبي مسایلو ته لمن وهي