.jpg)
د هرات اوسېدونکي او مدني فعالان وايي، که څه هم تښتونو او غلاوو پهدې ولایت کې خلک تر پزې راوستلي، خو حکومت یې پروړاندې جدي اقدام نهکوي.
عبداللطیف او نصیراحمد چې دوه میاشتې وړاندې له پنځو نورو ملګرو سره د هرات ښار په شیدايي سیمه کې له یوې باغچې تښتول شوي وايي، د نورو ځورولو ترڅنګ یې ۴۲ ورځې په څاه کې اچولي وو چې بیا یې د۱۶۰ لکه افغانیو په بدل کې بېرته راخوشې کړل.
دوی په دغه ولایت کې د تښتونو او غلاوو زیاتوالي په اړه د شکایت ترڅنګ، پهدې برخه کې د حکومت پر بېغورۍ نیوکه کوي.
دغه کسان وايي، اوس یې هم ژوند له ګواښ سره مخ دی او حکومت په هرات کې د تښتونو او غلاوو پېښې نه څاري او نه یې هم د عاملانو پر وړاندې جدي اقدام کوي.
په همدې حال کې د هرات د خلکو شورا او یوشمېر مدني فعالان هم په دغه ولایت کې تښتونو او وسلهوالو غلاوو اندېښمن کړي دي.
د هرات د خلکو شورا نثاراحمد مصدق او مدني فعال سیداشرف سادات وايي، د هرات په هره کوڅه کې غلاوې کېږي او خلک ترې تښتول کېږي او امنیتي ځواکونه یې باید مخه ونیسي.
.jpg)
د دوی په باور، وسلهوالې غلاوې، تښتونې او یرغمل نیونې ګواښوونکې پېښې دي چې د خلکو پر اقتصادي او ټولنیزو فعالیتونو ناوړه اغېزې کوي او حکومت ته پهکار ده چې د مخنیوي لهپاره یې لاس پهکار شي.
بلهخوا د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد که څه هم په دغه ولایت کې امنیتي ستونزې مني، خو ټینګار کوي چې امنیتي ځواکونه به یې د مخنیوي لهپاره جدي اقدامات وکړي.
د هرات پولیسو هم د تښتوونکیو او یرغملګرو بانډونو پرضد د مبارزې برخه کې د لازمو هڅو ډاډ ورکړی دی.





