د کندوز د امنیې قومندانۍ ویاند هجرت الله اکبري وايي، دښتارچي، خاناباد او امامصاحب ولسوالیو کې تېره شپه د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتو کې ۲۴ وسلهوال طالبان وژل شوي او ۱۹ نور ټپیان دي.
د نوموړي په وينا، په یادو نښتو کې ۲ دولتي سرتېري هم وژل شوي او ۴ نور ژوبل دي.
وسلهوالو طالبانو تراوسه د خپلو جنګیالیو وژل کېدو برخه کې نظر نه دی ورکړی.
د زابل د والي ویاند ګل اسلام سلاموطندار ته وویل، تېره شپه د افغان ځانګړو ځواکونو عملیاتو کې د خان باوري په نوم سیمهییز طالب قومندان خپلو ۵ ملګرو سره وژل شوی دی.
یوه بله امنیتي سرچینه بیا وايي چې په دې عملیاتو کې ۵ نور تورن کسان نیول شوي هم دي.
وسلهوالو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
په ورته۹ وخت کې د ۲۱۵ميوند قول اردو له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د هلمند ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې د افغان ګډو ځواکونو په ځوابیه بریدونو کې د وسله والو طالبانو ۸ وسلهوال وژل شوي او ۷ يې ټپیان شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د نوي کال په لومړۍ ورځ زابل ولايت کې د طالبانو د نفوذي ډلې له لوري ۲۴ د ملي اردو سرتېري ووژل شول چې د کورنيو چارو وزارت د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل د ياد بريد بدل به اخلي.