که ماشومان مو د شپې خوب نه‌لري، اندېښنه مه ورته کوئ

که څه هم د شپې له خوا د ماشومانو ويښ پاتې کېدل، د مور او پلار، په ځانګړې توګه د میندو لپاره ستونزمن او ازاروونکی وي، خو میندې باید پوه شي چې تر سترګو لاندې تورې لیکې یې بې‌ارزښته نه‌دي.

یوه نوې څېړنه چې د بريټانیا په بریستول پوهنتون کې شوې ښيي، هغه ماشومان چې د شپې ډېر نه ویده کېږي، د خپلو نورو هم‌ځولو په پرتله ډېر ځيرک او هوښیار وي.

په بریستول پوهنتون کې د ماشومانو د ودې او روغتیا رواني ډاکټر پروفیسور پیتر فلیمنګ چې کلونه کلونه یې د ماشومانو د خوب برخه کې څېړنې کړي وايي، په شپه کې د ماشومانو ویښ پاتې کېدل، د هغوی د ماغزو ډېر فعالیت له کبله دی.

نوموړی زیاتوي، د ماشومانو بیولوژیکي جوړښت د اوږدمهال خوب لپاره مناسب نه‌دی او تراوسه د هغوی د ډېر خوب اغېزمنتیا په اړه هم هېڅ سند نه‌شته.

دا څېړنه ښيي چې له بیولوژيکي پلوه د ماشومانو ويښ پاتې کېدل، غیرعادي او ګټور دی.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام