د کندوز د امامصاحب او دښتارچي ولسوالیو یوشمېر موټرچلوونکي وايي، د کندوز مرکز سره د یادو ولسوالیو او د کندوز ـ شېرخان بندر لویو لارو کې وسلهوالې غلاوې زیاتې شوي دي.
د دوی په وینا، وسلهوال د یادو لارو په اوږدو کې پاټکونه جوړوي او له مسافرو او موټرچلوونکو نه پیسې اخلي.
دوه موټرچلوونکي محمدنجیب او بشیر چې پر یادو لارو تګراتګ کوي، سلاموطندار ته وویل، له تېرو دوو میاشتو راهیسې پر یادو لویو لارو وسلهوال غله پیدا شوي او په ډاډه زړه پریادو لارو تګراتګ کولی نهشي.
په همدې حال کې د کندوز ولایتي شورا رییس محمدیوسف ایوبي هم وايي، په یادو لویو لارو کې وسلهوالو غلاوو خلک اندېښمن کړي دي.
د نوموړي په وینا، ولایتي شورا د خلکو عرضپاڼې اړوندو ادارو ته رسولي او امنیتي ادارې یې باید د حل لهپاره اقدام وکړي.
خو د کندوز امنیې قوماندانۍ د امنیت امر صفيالله محزون وايي، اوسمهال پر یادو لویو لارو د امنیتي ځواکونو ګزمې ګرځي او هېڅ ستونزه نهشته.
د کندوزـ امام صاحب او کندوز ـ شېرخان بندر لویې لارې، د شمالي ولایتونو مهم لارې دي چې باروړونکي موټر هم له همدې لارې تاجکستان ته تګراتګ کوي.