په امو زون کې د چېلینج کپ ترنامه لاندې پیل شوې ولایتي کرکټ سیالۍ د کندوز منتخبې کرکټ لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسیدې.
د افغانستان کرکټ بورډ لخوا خپره شوې خبرپاڼه لیکي چې د سیالیو پای لوبه د کندوز او فاریاب منتخبو کرکټ لوبډلو ترمینځ په مزار شریف کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه چې په کې کندوزۍ لوبډلې په ۳ ویکټو اتلولي وګټله.
خبرپاڼه زیاتوي چې په فاینل لوبه کې کندوزۍ لوبډلې د پچې ګټلو وروسته میلمه فاریاب لوبډلې ته دلومړۍ لوبې کولو بلنه ورکړه.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې چې د فاریاب لوبډلې په لومړي وار کولو سره په پنځوس اوریزه لوبه کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو ۱۹۶ منډې جوړې کړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۱۹۷ منډو هدف ورکړ.
خبرپاڼه لیکي چې ددې هدف ترلاسه کولو په موخه فاریاب لوبډلې د خپل هدف ددفاع په موخه ښکلی بالینګ وکړ خو کندوزۍ کرکټ لوبډلې ټاکل شوی هدف د خپلو ۷ لوبغاړو په سوځیدو ترلاسه کړ او داتلولۍ جام یی ترلاسه کړ.
د کندوز لوبډلې لپاره عطاالله د۵ فاریابي لوبغاړو په سوځولو سره د لوبې غوره لوبغاړی وو.
د امو زون چېلینج کپ پنځوس اوریزه کرکټ سیالیو کې د کندز، فاریاب، بغلان ، بدخشان، سمنګان، جوزجان او کوربه بلخ ولایتي منتخبو کرکټ لوبډلو برخه اخیستې وه چې د څوو ورځو لپاره د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف کرکټ لوبغالي کې یې لوبې ترسره کړې.