کندوز به په بشپړ ډول له طالبانو پاک شي

د هیواد د شمال ختيځ زون قوماندانان په کندوز کې د طالبانو د ځپلو له پاره د چاڼيزو عملیاتو د پېل خبر ورکوي.

د ۸۰۸ سپینزر زون قوماندان شیر عزیز کامه وال د سه شنبې په ورځ یوې خبرې ناستې کې وویل، چې ژمی د امنتي ځواکونو له پاره یو ګټور فرصت دی، چې د نا امنو سیمو څخه طالبان وشړي.

کامه وال زیاته کړه، چې په کندوز کې د چاڼيزو عملیاتو وروسته به د«دښمن» دکندوز بیا نیولو تبلیغات هم شنډ شي.

جنرال کامه وال زیاته کړه، اوس هم نږدې ۲ زره او ۴ سوه وسله وال طالبان چې دکندوز د جګړې پر مهال یې زیاتې وسلې او مهات تر لاسه کړي به بېلا بېلو جبهو کې د امنیتي ځواکونو سره په جګړه دي.

په همدې حال کې د هیواد په شمال ختيځ کې د ملي اردو قوماندان غلام محی الدين غوري په دې خبري غونډه کې وویل، چې په دې چاڼيزو عملیاتو کې به د طالبانو ټول تجهیزات او وسلې له منځه یوړل شي، چې دغه عملیات به پرته له کوم ځنډ مخکې یوړل شي.

ټاکل شوې دا عملیات په داسې مهال ترسره شي، چې د کندوز اوسېدونکي په دغه ولایت د طالبانو د بیا برید اندېښنه ښکاره کوي.

او همدا ډول وسله وال طالبان د کندوز ښار په ځېنو څنډو کې د وخت په وخت جګړو ګامونه هم پورته کوي.

د روان کال د تلې په ۶مه طالبانو په یو پراخه برید کې د کندوز ښار تر خپلې ولکې لاندې راوست او د۳ ورځو له پاره یې پرې واکمني وکړه، چې د بشپړې حکومتي واکمنۍ له پاره عملیات تر ۲ اونیو جاري وو.

 

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام