کندوزیان: په مرستو کې نا انډولتوب نه شو زغملی

د کندوز یو شمېر اوسیدونکو د دغه ولایت د بې ځایه شوو کورنیو سره د مرستو د نا انډولتوب په اړه لاریون وکړ.

دوی وايي، چې کندوز کې د حکومت او نورو بېلابېلو بنسټونو له خوا مرستې په سمه توګه نه ویشل کيږي او دغه ناانډولتوب دوی ته د زغملو وړ نه دي.

د دغو لاریون کوونکو پر وینا، چې د کندوز بېځایه  شویو کورنیو سره د مرستو کمیسیون په هره کوڅه کې د دوه  تر ۴ کورونو پورې د خپلوي له مخې نا انډوله سروې کړې، اصلي زیانمن او مستحق کسان له دغو مرستو پاتې شوي دي.

دوه اعتراض کوونکي نصر الدین او جمشید وايي، چې دوی يې اصلي مستحقین دي، خو مرستې يې نه دي ترلاسه کړي په داسې حال کې، چې د دوی د کوڅې په اساندو کې ورته مرستې رسېدلي دي.

د دوی پر خبره، امنیه قوماندان، والي او نورو چارواکو ته ورغلي، خو چا يې پر خبرې غوږ نه دی ګرولی.

د سیمه ییز حکومت د پریکړې پربنسټ له هغو کورنیو سره چې د جګړې له امله له کندوز څخه بېځایه شوو دي هرې کورنۍ ته ۱۰ زره افغانۍ په پام کې نیول شوې دي.

خو دغه اعتراض کوونکي بیا د دغو مرستو په ویش کې سیمهییز حکومت هم په نا انډولتوب او تورنوي.

په همدې حال کې والي ته یوې نږدې سرچینې  د نوم نه ښودلو په شرط سلام وطندار  سره په خبرو کې  ومنله چې له بېځایه شوو کورنیو سره په دغه نقدي مرستو کې بې عدالتي شوې ده.

خو د طبیعي پیښو پرضد د مبارزې ادارې او د کندوز له زیانمنو سره د سروې کمیسیون مشر میراقا اعتبار وايي، چې سیمه ییز حکومت له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه د کندوز ۱۴ زره ۸۰۰ اړمنو کورنیو لپاره   ۱۴۴ میلیونه افغانۍ وغوښتلې، چې له دې څخه ولسمشرۍ ماڼۍ  یوازې ۷۰ میلیونه افغانۍ ومنلې.

د اعتبار پروینا، له ۷۰ میلیونه افغانیو څخه تراوسه ۳۵ میلیونه افغانۍ د کندوز سیمه اییز حکومت په واک کې ورکړل شوې دي چې دغه پيسې يې پر ۳ زره ۱۴۴ کورنیو ویشلې دي.

 د هغه پر خبره، دغه مرستې د قناعت وړ نه بولي او زیاتوي چې لاهم پاتې ۳۵ میلیونه افغانۍ د سیمه اییز حکومت په واک کې نه دي ورکړل شوې.

د مالوماتو له مخې د کندوز ښار په ۸ ناحیو کې ۴۰ زره کورنۍ ژوند کوي چې د چارواکو پر وینا له دې ډلې زیاتره  کورنۍ مرستو ته اړتیا لري.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام