کندهار کې یوه امنیتي سرچینه چې نه غواړي نوم يې خپور شي وايي، نن له غرمې وروسته د ارغنداب ولسوالۍ د «ده لاهور» سیمه کې د روزي خان پر امنیتي پوسته لومړی د موټربم برید او وروسته جګړه شوې ده.
د سرچینې په وينا، دې پېښه کې ۴ ملي پولیس وژل شوي او ۸ ټپیان دي.
تر اوسه وسلهوالو طالبانو او د کندهار امنیې قومندانۍ په رسمي ډول د یاد موټربم برید په اړه نظر نه دی ورکړی.
د سیمي یو شمېر عیني شاهدان وايي، چاودنه ډېره زوروره وه چې د یادې ولسوالۍ په لرې پرتو کلیو کې يې هم غږ اورېدل شوی دی.