کندهار کې زورواکي او دولتي ادارې د اوبو له کبله ۷۰ میلیونه افغانۍ پوروړي دي

د کندهار ولایت د اوبو رسولو رییس محمد نادر وايي، چې یوشمېر پېرودونکو یې له ۲۰ کلونو راهیسې د اوبو مصرف له کبله پوروړي دي.

نادر سلام وطندار ته وویل، د دې ادارې پوروړي یو شمېر زورواکي، دولتي ادارې او ولسي خلک دي، چې ټولټال ۷۰ میلیونه افغانۍ قرضداري دي.

دی وايي، چې زیاتره پوروړي یې تجارتي مشترکین دي.

نادر وویل، ستونزه په دې کې ده، چې "زیاتره مشترکین عددي دي، په دې معنا تر هغو چې دوی د نل د بندېدو رسمي غوښتنه ونه کړي؛ د اوبو رسولو اداره اوبه ورکوي، دا که دوی يې مصرفوي او کنه."

دغه راز د کندهار د اوبو رسولو اداره بیا ۲۰ میلیونه افغانۍ د مرکزي ادارې پوروړې ده.

یوشمېر کندهاري ښاریان بیا وايي، په دغه ولایت کي د اوبو رسولو شبکه غیرمنظمه او په ډېرو سیمو کې د اوبو نلونه لیک او ان ځینې وختونه د نلونو اوبه ناپاکې او بدخونده وي.

 د دې ښار یو اوسېدونکي فضل‌باري د اوبو رسولو ریاست په بې کفایتۍ تورنوي او وايي، د نلونو اوبه غیرصحي دي له همدې امله یې خلک نه کاروي او لګښت یې هم نه ورکوي.

د سیمې بل اوسېدونکی پېروز وايي، چې په نلونو کې په منظم ډول اوبه نه راځي.

دی وايي، د نلونو اوبه بدخونده، تازه نه دي، خلک یې نه کاروي او اړوند اداره بیا خپل سري بیلونه په خلکو پیسې ورلېږي.

د کندهار د اوبو رسولو ریاست چارواکي د خلکو ادعا نه مني او وايي، که چېرې د هرې سیمې خلک د دا ډول ستونزو په اړه دوی ته خبر ورکړي؛ ډېر ژر به يې حل کړي.

د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک وايي، د اوبو رسولو ریاست تر څنګ له ټولو ریاستونو سره کلک همکار دي او هرڅوک، چي د ریاستونو له قانوني غوښتونو سرغړوي، له قانوني پوښتنې سره مخ کېږي.

د کندهار د اوبو رسولو ریاست د سردار محمد  داود خان واکمني پرمهال د جاپان په مرسته جوړه شوې، چې بیا وروسته څو ځله پراخه شوې دی.

دا مهال په کندهار کې د یو مترمکعب اوبو لګښت پنځه ویشت افغانۍ دی.

د کندهار د اوبو رسولو ریاست وايي، اوسمهال ۶زره ۱۵۱ پېرودونکي لري، چې  له دې ډلې۱۵۳ نوي او پاته يې پخواني دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام