کندهار کې د ملي اردو ۱۰ سرتېري وژل شوي‌دي

دا پېښه بېګاه شپه د دغه ولایت شاه‌ولیکوټ ولسوالۍ د اڅکزیو کلاچې سیمه کې شوې‌ده.

یوې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط سلام وطندار ته وویل، چې طالبانو په‌دې سیمه کې د ملي اردو پر یوې قرارګاه برید کړی‌دی چې په ترڅ کې يي د ملي اردو لس سرتېري وژل شوي.

سرچینه زیاتوي، چې په‌دې برید کې د څلورو قوماندانو په ګډون ۱۰ طالبان هم ژول شوي‌دي.

خو د کندهار امنیه قوماندانۍ ویاند ضیا دراني سلام وطندار ته وویل، چې په برید کې ۱۳ طالبان وژل شوي او امنیتي ځواکونو ته زیان نه‌دی اوښتی.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه په‌دې اړه څه نه‌دي ويلي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام