یوې معتبرې حکومتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط سلام وطندار ته وویل، چې له ترکمنستانه د وارداتي برېښنا لانجمن مزي په اړه د څېړنې او ارزونې کمېسیون پایلې دا ثابته کړې ده، چې د سالنګ لار مناسبه ده.
دغه سرچینه وايي، چې د یاد کمېسیون د څېړڼې د پایلو دوسیه ولسمشر ته رسېدلې ده او په نتیجه کې سالنګ لاره ټاکل شوې ده.
په ورته وخت کې نن (سه شنبې) ورځ ټاکل شوي کمېسیون رسنیو ته په جوړې شوې غونډې کې وویل، چې دوی څېړنې پوره کړي دي.
د دغه کمېسیون د ارزونې او څېړنې غړي او د اقتصاد وزیر عبدالستار مراد وویل، چې دوی د څېړنې د پایلو دوسیه ولسمشره ته سپارلې ده او ډېر ژر به یې حکومت پایله اعلان کړي.
مراد دا په ډاګه نه کړه، چې د برېښنا مزی به له کومې لارې تېر شي.
نوموړي وویل، چې ډاډ ورکولی شي، چې ستونزه حل شوې ده او د هغوي غوښتنې هم په کې په پام کې نیول شوې دي.
د اقتصاد وزیر او د څېړنې کمېسیون غړی مراد وايي، چې د مرکزي ولایتونو له پاره د اړتیا وړ برېښنا په پام کې نیول شوې ده.
د خبریالانو د ټینګار سره سره مراد وویل، چې د څېړنو پایله یې ټولو ته د منلو وړ ده.
وروسته له هغې چې د وزیرانو شورا د سالنګ له لارې د ترکمنستان وارداتي برېښنا مزي د غځولو پرېکړه تصویب کړه، په غبرګون کې یې د بامیانو ولایت خلکو لاریون وکړ.
ولسمشر غني د خلکو له غبرګونه وړاندې په کابل کې په یوې ټلوېزیوني وینا کې اعتراض کوونکیو ته ویلي وو، چې په دې اړه له احساساتو کار وانه خلي او د مسلکي استدلال له مخې په دې برخه کې د خبرو لاره ونیسي.