کرېکټ ملي لوبډله د ویسټ انډیز سینټ لوشیا جزیرې ته ورسېدله

افغان کرېکټ ملي لوبډله د خواشینوونکو ۲۰ اوریزه لوبو وروسته د ویسټ انډیز سینټ کېټس جزیرې څخه د ویسټ انډيز یوې بلې جزیرې سینټ لوشیا ته تللې ده.

د افغانستان کرېکټ بورډ له‌خوا د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، افغان کرېکټ ملي لوبډله له سینټ کېټس جزیرې د ویسټ انډيز د کرېکټ اتل ډېرن سمي جزیرې سینټ لوشیا ته رسېدلې او هلته یې د ۵۰ اوریزه لوبو له‌پاره خپل تمرینات پیل کړي دي.

ټاکل شوې د افغانستان او ویسټ انډيز کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ به د ۳ پنځوس اوریزه لوبو لړۍ راتلونکې جمعه د شپې ۱۱ بجې پیل شي، چې په کې د کریم جنت او نجیب ځدران په ځای رحمت شاه زرمتی او ناصرجمال په کرېکټ ملي لوبډله کې شامل وي.

د افغانستان او ویسټ انډيز کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ به د دغې لړۍ دویمه لوبه د جون په ۱۱ او وروستۍ لوبه به د جون په ۱۴ نېټه په همدې سینټ لوشیا کرېکټ لوبغالي کې ترسره شي، چې د ډېرن سمي په نوم نومول شوی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې کوربه ویسټ انډيزۍ کرېکټ ملي لوبډلې په بهترینه بالینګ له افغانستان څخه ۳ واړه ۲۰ اوریزه لوبې په سینټ کېټس لوبغالي کې په اسانۍ وګټلې.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام