کرکټ نړیوال جام: افغانستان نن په کرکټ کې له فیجي سره لوبیږي

ټاکل شوې ده په ۱۱ م پړاو ۱۹ کلنو ۵۰ اوریزه کرکټ نړیوال جام سیالیو کې د ۷ م مقام بایللو وروسته اوس افغان ۱۹ کلنه کرکټ ملي لوبډله د ۹ م مقام له پاره ولوبیږي.

د دې مقام ترلاسه کولو له پاره نن افغان ۱۹ کلنه کرکټ ملي لوبډله د "پلیټ چمپین شپ" سیالیو نیمه پای لوبو ته له لارې پیدا کولو په موخه له فیجي لوبډلې سره لوبه وکړي.

دغه راز د سبا ورځې په وروستۍ (پلیټ چمپین شپ) کوارټرفاینل لوبه کې به زمبابوې له کاناډا لوبډلې سره سیمي فاینل ته درسیدو په موخه لوبه وکړي.

په روان ۱۹ کلنو په کرکټ نړیوال جام سیالیو کې دافغانستان ، فیجي ، ایرلیڼډ ، سکاټلینډ ، نیوزیلینډ ، کاناډا، او زمبابوې او دفاعې اتله سویلي افریقه له ماتو سره مخ شوې او له مخکې تګ پاتې شوی.

د(پلیټ چمپین شپ) سیالۍ تيره ورځ پیل شوې، چې په کې سویلي افریقې او نیوزیلینډ ایرلینډ او سکاټلینډ لوبډلو ته ماتې ورکړې.

په ۱۱ م پړاو ۱۹ کلنو ۵۰ اوریزه کرکټ نړیوال جام سیالیو کې ددوهمې درجې هیوادونو څخه نیپال او نمیبیا بهترینه لوبې وکړې او دروان جام کوارټرفاینل پړاو ته یې لاره پیدا کړه.

د نمیبیا او نیپال ترڅنګ پاکستان ، هندوستا، سریلانکا، بنګله دیش، انګلستان او ویسټ انډیز ۱۹ کلنو کرکټ ملي لوبډلې دوهم کوارټرفاینل پړاو ته لاره پیدا کړې.

د ۱۹ کلنو کرکټ نړیوال جام سیالۍ د ۱۶ هیوادونو ترمینځ د تیرې جنورۍ میاشتې په ۲۲ مه نیټه په بنګله دیش کې پیل شوې چې د ۴۲ لوبو وروسته به دروانې فیبرورۍ میاشتې په ۱۴ مه نیټه داتلې لوبډلې په اعلان سره پای ته ورسیږي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام