ټاکل شوې ده، چې افغان کرکټ ملي لوبډله د ۶ م پړاو ۲۰ اوریزه کرکټ نړیوال جام وروستۍ لیګ لوبه نن شنبه (مارچ۱۲مه) سرسختې سیالې بشپړ غړیتوب لرونکې زمبابوې کرکټ ملي لوبډلې سره ترسره کړي.
که څه هم تراوسه د هندوستان په کوربتوب د روان نړیوال جام سیالیو لومړی پړاو لاهم پای ته نه دی رسیدلی، خو د کرکټ مینه وال او ۲ لوبډلې افغانستان او زمبابوې (فاینل) لوبې ته تیارې دي.
دا چې دواړو افغانستان او زمبابوې خپلې لومړۍ دوه دوه سیالۍ ګټلي دي، نو له همدې کبله دویم پړاو ته د رسیدو په موخه نننۍ لوبه (فاینل) شمیرل کیږي، چې د بریا په موخه د کرکټ کارپوهانو افغانستان له وړاندې ګټوونکی اعلان کړی دی.
په نننۍ بریا سره به افغانستان زمبابوې ته په ماتې ورکولو سره د هندوستان په کوربتوب روان شل اوریزه کرکټ نړیوال جام سیالیو کې دویم پړاو ته رسیدل حتمي کړي.
زمبابوې ته په ماتې ورکولو سره به افغان کرکټ ملي لوبډله په خپل کرکټ تاریخ کې د لومړي ځل له پاره د نړیوال جام دویم پړاو ته ورسیږي او د سویلی افریقې، انګلستان، سریلانکا او ویسټ انډیز خلاف لوبیدو چانس به ترلاسه کړي.
دی ادونې وړ ده، چې افغانستان تراوسه د سویلي افریقې او انګلستان پرته له پورته یادوشویو کرکټ ملي لوبډلو سره یو ورځنۍ او یا هم شل اوریزه نړیواله لوبه نه ده ترسره کړې.
په روان نړیوال جام سیالیو کې دواړه افغانستان او زمبابوې سکاټلینډ او هانګ کانګ کرکټ ملي لوبډلو ته ماتې ورکړي دي، خو افغانستان بیا په ښوو بریاوو سره د (ب) ګروپ لومړۍ لیکه له ځان سره لري.
تراوسه په روان نړیوال جام سیالیو کې د افغانستان له پاره شهزاد محمدي، راشد ارمان شینواری، اصغرستانکزی او محمد نبي عیسی خېل د نورو افغان لوبغاړو په پرتله ښه ځلیدلي دي.
که افغانستان په نننۍ برخلیک ټاکوونکې سیالۍ کې بریا خپلول او دویم پړاو ته رسیدل غواړي، نو باید چې په لوبډله کې لوبه کوونکې نور لوبغاړي هم د لوبیدو ډير چانس ترلاسه کړي او بشپړه ضمه وارۍ سره لوبه نندارې ته وړاندې کړي.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې له پاره نننۍ سیالۍ کې مورال ورکوونکې خبره داده، چې زمبابوې تراوسه په ترسره شویو ۴ نړیوالو ۲۰ اوریزو لوبو کې له افغانستان څخه ماتې خوړلې دي او د نبي عیسی خیل په وینا چې دغه لوبډله لاهم له افغان کرکټ ملي لوبډلې له امله تر فشار لاندې دی.
که څه هم په تیره سیالۍ کې د حمزه هوتک په ځای حمید حسن ولوبول شو او ښه بالینګ یی وکړ، خو بیا هم په نننۍ سیالۍ کې د افغانستان له پاره د حمزه هوتک لوبول مهم بلل شوی دی.





