د افغانستان کرکټ بورډ، د عربي اماراتو په کوربتوب د صحرا ټورنامنټ ۲۰ اوریزه کرکټ سیالیو ته ۱۴ کسیزه لوبډله اعلان کړه.
د کرکټ بورډ په اعلان شوې ۱۴ کسیزه لوبډله کې له نړیوال کرکټ مستعفي او د غوراوي کمېټې مشر نوروز منګل ته د وروستي ځل له پاره په نړیوال کرکټ سیالیو کې د لوبېدو وخت ورکړل شوی دی.
دغه راز د کرکټ بورډ له نوي مشرتابه سره د شاپور ځدراڼ او شفیق الله شفق د روغې جوړې کولو سره سره بیا هم په اعلان شوې لوبډله کې اخیستل شوي نه دي.
په اعلان شوې لوبډله کې ګلبدین نایب، دولت ځدراڼ، اصغرستانکزی، نوروز منګل، شهزاد محمدي، محمدنبي عیسی خېل، سمیع الله شینواری، راشد ارمان، نجیب الله ځدراڼ، امیرحمزه هوتک، نجیب ترکی، فرید ملک، کریم جنت او نوین الحق مراد اخیستل شوي دي.
په عربي اماراتو کې د افغانستان کونسل له ژمنو سره بیا هم د نوین الحق او نوروز منګل د وېزو ستونزې حل شوي نه دي.
کرکټ بورډ وایي، که د دغو لوبغاړو د وېزو ستونزه حل نه شي پر ځای به یې عثمان غني او افتاب عالم ولېږل شي.
ټاکل شوې، د عربي اماراتو په کوربتوب د صحرا ۲۰ اوریزه کرکټ ټورنامنټ د جنورۍ په ۱۴ نېټه پيل او د همدې میاشتې په ۲۱ نېټه به دا سیالۍ خلاصې شي.
د صحرا ټورنامنټ سیالۍ په ټلویزیونو نه خپریږي.
افغان کرکټ ملي لوبډله خپله لومړۍ سیالۍ د جنورۍ په ۱۴ نېټه په ابوظبي لوبغالي کې له ایرلینډ، دویمه لوبه له عربي امارتو او وروستۍ لیګ لوبه د جنورۍ په ۱۹ نېټه په دوبۍ کرکټ لوبغالي کې د لومړي ځل له پاره له نمیبیا کرکټ لوبډلې سره لوبې وکړي.
کرکټ بورډ وایي، ملي لوبډله به له صحرا ټورنامنټ وروسته په اماراتو کی پاتې شي او د فېبرورۍ تر ۹ مې نېټې به تمرینات وکړي.
د تمریناتو موخه د اسټرالیا کرکټ لوبډلې خلاف د فېبرورۍ ۹ نېټې ۴ ورځنیو سیالیو ته چمتووالی کول دي.
له دغې سیالۍ وروسته د کرکټ ملي لوبډله د ۵ نړیوالو ۵۰ اوریزه لوبو له پاره زمبابوې ته سفر کوي او بیا به له زمبابوې د هندوستان په لور ولا شي.
د کرکټ ملي لوبډله به د مارچ له ۸ نېټې تر ۳۱ نېټې له ایرلینډۍ کرکټ ملي لوبډلی سره یوه څلور ورځنۍ ، ۳ شل اوریزه او ۵ پنځوس اوریزه کرکټ سیالۍ وکړي.