کرکټ بورډ په ننګرهار کې د کرکټ یو بل لوبغالی جوړوي

د افغانستان کرکټ بورډ په پلان کې لري، چې  په ننګرهار ولایت کې د کرکټ لوبې له پاره یو بل معیاري کرکټ لوبغالی هم جوړ کړي.

د کرکټ بورډ له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په همدې موخه د افغانستان کرکټ بورډ اجرایوي مشر پرون ننګرهار ته په خپل سفر کې د یاد ولایت ښاروال سره لیدلي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د کرکټ بورډ اجرایوي مشر شفیق الله ستانکزي، چې ورسره د کرکټ بورډ مرستیال حاجي عزیزالله فضلي هم ملتیا کوله د ننګرهار ولایت له ښاروال حمدالله افغان سره ولیدل.

 دخبرپاڼې له مخې، د کرکټ بورډ چارواکو له افغان څخه د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار یوه مهمه برخه کې د کرکټ لوبغالي د جوړونې له پاره د ځمکي غوښتنه وکړه.

د ننګرهارښاروال حمد الله افغان هم د افغانستان کرکټ بورډ له پلاوي سره ژمنه وکړه، چې په جلال اباد ښار کې به د کرکټ بورډ په واک کې د کرکټ لوبغالي جوړونې له پاره ځمکه ورکړي.

د کرکټ بورډ چارواکو هم د ښاروال  حمد الله افغان له خوا د ځمکې د ورکړې لپاره له ټټر وهلو مننه وکړه، چې د کلونو راهیسې د کرکټ بورډ غوښتنه وه.

 دیادونې وړ ده، چې د کرکټ بورډ چارواکو تل ننګرهار ولایت د افغانستان د کرکټ کور یاد کړی، خو یاد لوبغالي تراوسه په مرکز کې د کرکټ لوبغالي څه چې یوه د کرکټ روزنیزه  اکاډمي هم نه لري.

په ننګرهار ولایت کې د کرکټ یو لوبغالی شتون لري، چې له ښار څخه څو کیلو میټره لرې پروت دی او یواځې د کرکټ بورډ له خوا د رسمي سیالیو ترسره کولو لپاره کارول کیږي او د یاد ولایت لوبډلې او لوبغاړي په کې د لوبیدو اجازه او هم لوبغالي ته د ورتګ وس او توان نه لري.

دغه راز ننګرهار ته د کرکټ بورډ د لوړو پوړو چارواکو په سفر کې د ننګرهارغازي امان الله کرکټ لوبغالي د (پویلین) د بشپړیدو او ډير ژر د رسمي پرانیستلو خبر هم ورکړل شو.

یاد لوبغالی، څو کاله وړاندې جوړ او د لوبې له پاره پرانیستل شو، خو لا یې هم د (پویلین) برخه په رسمي توګه نه ده پرانیستل شوې.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام