د افغانستان د کرکټ بورډ له خوا په کابل کی له ۶ میاشتو تمریناتو وروسته نن (پنج شنبه) د هندوستان او سریلانکا سفرونو له پاره د افغانستان ۱۹ کلنه کرکټ ملي لوبډله اعلان شوه.
د کرکټ بورډ له خوا په رسمي وېبپاڼه کې ۲۰ کسیزه لوبډله اعلان شوې، چې کپټاني یې نوین الحق ته سپارل شوې ده.
د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، غوره شوې ۲۰ کسیزه لوبډله یې د بېلابېلو روزنیز کمپونو څخه غوره کړې، چې دبنګله دېش په کوربتوب د روان کال ۱۹ کلنو کرکټ نړیوال جام لوبډلې څخه د کپټان احسان جنت، راشد ارمان، کریم جنت، نجات مسعود، وحیدالله شفق، ضیاالرحمان، مسلم موسی او محمد ظاهر رخصت شوي؛ خو نوید عبید، اکرام فیضي، پرویز ملکزی، طارق ستانکزی، شمس الرحمان او ظاهرخان خپل ځای ساتلی دی.
دغه راز وفادار مومند، ابراهیم ځدران، زبیر، نثاروحدت، روهید، تمیم، قیس احمد، زاهد خان، دروېش، عمران محمدي، یوسف ځاځی، قیس احمد، عصمت عالم او مجیب بیا د لومړي ځل له پاره افغان ۱۹ کلنه کرکټ ملي لوبډله کې ځای پیدا کړی.
په اعلان شوی ۱۹ کلنې کرکټ ملي لوبډله کې د کپټان ترڅنګ شمس کړوخېل مرستیال کپتان، نوید عبید، ابراهیم ځدران، عمران محمدي، وفادار مومند، پرویز ملکزی، طارق ستانکزی، دروېش، زبیر، نثار وحدت، اکرام فیضي (ویکټ ساتونکی) مجیب، قیس احمد، یوسف ځاځی، عصمت عالم، ظاهرخان، تمیم، زاهد خان او روهید شامل دي.
د افغانستان ۱۹ کلنه کرکټ ملي لوبډله به د راتلونکې نومبر میاشتې له ۲مې نېټې څخه تر ۳۱ مې نېټې د یوې میاشتې تمریناتي کمپ او د سیمه ییزو لوبډلو خلاف سیالیو کې ګډون وکړي.
کرکټ بورډ وایي، د هندوستان روزنیز کمپ موخه د سریلانکا په کوربتوب د روان کال ډیسمبر میاشتې په ۸ مه نېټه پیلیدونکې ۱۹ کلنو اسیایي کرکټ جام سیالیو ته د لوبډلې ښه تیاری دی.
د سږ کال ۱۹ کلنو (ایشیا کپ) ۵۰ اوریزه کرکټ سیالیو کې به د افغانستان ترڅنګ د پاکستان، هندوستان، بنګله دېش، سریلانکا، نیپال، مالیزیا او سنګاپور کرکټ لوبډلې برخه ولري.
د ۱۹ کلنې لوبډلې له پاره اعلان شوی کپټان نوین الحق ویلي، په شپږیزه کې د ملي لوبغاړو ترڅنګ لوبېدل او دغه راز د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په ګټه د تېرې میاشتې بنګله دېش خلاف سیالیو او نړیوالو کرکټ لوبغاړو خلاف لوبېدلو یې باور زیات کړی دی.
د لوبډلې روزونکي دولت احمدزي د لوبډلې ټاکنه د لوبغاړو وروستیو کارکړنو او د هندوستان او سریلانکا هېواد هوا او پېچونو ته په کتو کړې ده او تمه یې ښودلې، چې په دواړو تمریني او رسمي ټورنمنټونو کې به ښه وځلیږي.