کرکټ بورډ د افغان کرکټ لوبغاړي نورعلي ځدران د روغتیاخبر ورکړ

افغان کرکټ بورډ وایي چې د کرکټ ملي لوبډلې پیاوړی اوپنر بیټسمین نورعلي ځدران به ډیر ژر بیرته کرکټ ته راستون شي.

د افغانستان کرکټ بورډ مرستیال اجرایوي مشر دوست محمد نظري په خپله فیسبوک پاڼه کې لیکلي دي چې له ملي کرکټر نورعلي ځدران سره یې په کرکټ بورډ کې لیدلي دي.

ښاغلي نظري لیکلي چې نورعلي ځدران ورته د خپلې روغتیا په اړه پوره ډاډ ورکړی دی.

د کرکټ بورډ مرستیال اجرایوي مشر زیاته کړې ده چې نورعلي ځدران به ډیر ژر بیرته د کرکټ په لوبغالو کې د خپلو هیوادوالو لپاره لوبې ترسره کړي.

دیادونې وړ ده چې نورعلي ځدران د تیرکال ایشيا کپ نړیوالو سیالیو کې ولوبیده او د هغې وروسته د زمبابوي په سفر کې له ملي لوبډلې سره ملګری وو.

نورعلي ځدران ددې وروسته د اسټرالیا او نیوزیلینډ په سفرونو کې له ملي لوبډلې سره ملګری و؛ چې د همدې هیوادونو په کوربتوب ۲۰۱۵ کال کرکټ نړیوال جام سیالیو ته ځان چمتو کړي؛ خو ددې تمریني سفر وروسته د ټپونو له کبله له نړیوال جام سیالیو څخه پاتې شو.

د یادونې وړ ده چې نورعلي ځدران له ۲۰۱۳ کال راهیسي هیڅ نړیواله شل اوریزه لوبه او له ۲۰۱۱کال راهیسي په هیڅ څلور ورځنۍ (فرسټ کلاس) لوبه کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره لوبه نه ده ترسره کړی.

نورعلي ځدران د څوو کلونو راپدېخوا د خپلو دوامداره ملا ټپونو له کبله د اوس په څیر څو ځله له افغان کرکټ ملي لوبډلې څخه لرې پاتې شوی دی.

د کرکټ مینه وال په افغان کرکټ بورډ نیوکه کوي چې د نورعلي ځدران د روغتیا لپاره یې لازمې او مناسبې هڅې نه دي کړي؛ خو افغان کرکټ بورډ بیا وایي چې د ټولو ملي کرکټرانو په څیر یې د ملي کرکټر اوپنر بیټسمین نورعلي ځدران روغیدو ته اړینه پاملرنه کړې ده.

نورعلي ځدران د کلونو راهیسي له افغان کرکټ ملي لوبډلې سره ملګری دی خو که څه هم د نورو پخوانیو ملي کرکټرانو په پرتله یواځې په ۲۲ یو ورځنیو ، ۱۰ شل اوریزه او ۶ څلور ورځنیو سیالیو کې لوبیدلی دی؛ خو په خپلو ښکلو لوبو سره نه یواځې د افغانستان په کچه بلکې په نړیواله کچه یو بهترینه تخنیکي لوبغاړی شمیرل کېږي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام