کرکټر “ډیویډ میلریو” پولیس په سترګه ړوند کړ

سویلي افریقایي برید کوونکي کرکټر ډیویډ میلرله خوا یوه خواشینوونکې پېښه رامینځته شوه.

د ډیویډ میلر د یوې شپږیزې په مټ د کلکتې او پنجاب لوبډلو ترمینځ د سیالۍ پرمهال په کلکته لوبغالي کې یو پولیس په سترګه ولګیده، چې د وروستیو راپورونو له مخې یې خپله سترګه له لاسه ورکړې.

رسنۍ وایي، چې پولیس په ښې سترګه ړوند شوی او که څه هم د کلکتې پولیسو د ۵۳ کلن الوک ایچ دروغتیا مصارف په غاړه اخیستي، خو ویل کیږي چې الوک به نور په ټپي شوې سترګه لیدل ونه کړی شي.

د یادونې وړ ده، چې ډیویډ میلر په روانو اتم پړاو (اې پي ایل) سیالیو کې د وروستي مقام لرونکې پنجاب لوبډلې یواځینې لوبغاړی دی، چې ښه ځلیدلی او له ۳۰۰ څخه یې زیاتې منډې جوړې کړې دي.

پخپله ۲۵ کلن ډیویډ میلر په پیښه خواشیني څرګنده کړې او تمه یې ښودلې، چې کاش د الوک د ړندیدو خبره دروغ شي.

د سویلي افریقایي برید کوونکي بیټسمین میلر په وینا، له الوک ایچي او له کورنۍ یی بښنه غواړي او د نوموړي دعاګانې له الوک ایچي سره دي، چې بېرته روغ رمټ شي.

پخپله د هندوستان ایکسپریس په نوم ورځپاڼې د الوک د زوې له خولی لیکلي، چې ښایي پلار یې په یوه سترګه بیرته د پولیسو دنده ترسره نه کړای شي او دنده له لاسه ورکړي.

یاده دې وي، چې الوک ایچي د کلکتې په پولیسو کې د موټر چلوونکې دنده ترسره کوله، چې د روانې (مې) میاشتې په ۹ مه نېټه له دې خواشینوونکې پیښې سره مخ شو.

د الوک زوی ویلي، پلار یې د کور چلوونکی وو او که دنده له لاسه ورکړي، نو نه پوهیږي، چې څرنګه به ژوند وکړي.

پنجاب چې د تېرکال په (اې، پي اېل) سیالیو کې یې دویم مقام ترلاسه کړی وو سږکال په ۱۴ لوبو کې یې یوازې ۳ لوبې وګټلې، خو د خپل تاوان ترڅنګ یې د یوه غریب پولیس څخه د هغه د ژوند قیمتي برخه (سترګه) هم واخیسته.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام