د ملي امنیت شورا پرېکړه کړې چې په هرات کې نوی ښوونیز کال وځنډوي.
د ملي امنیت شورا دا پرېکړه پرون د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي کمېټې په دویمه غونډه کې کړې ده. د افغانستان ښوونیز کال په وري میاشت کې پیلېږي.
په افغانستان کې د کرونا ویروس د خپرېدو له پیل راهیسې یوازې یوه مثبته پېښه په هرات کې ثبت شوې ده.
په دې غونډه کې ویل شوي، که پوهنې وزارت په نورو ولایتونو کې د ښوونځیو پیلېدو په اړه کومه بله پرېکړه ونه کړي، په عادي توګه به روان وي.
هوايي ډګرونو او د ولسوالیو ځمکنیو پولو ته د ښځینه ډاکټرانو لېږل، د خوراکي توکیو، ماسکونو او درملو ساتل او په لوړه بیه یې د پلورلو مخنیوی او په بندخونو کې د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره د نورو تدابیرو نیول د ملي امنیت شورا د غونډې نورې نورې پرېکړې دي.
د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، تر اوسه په هرات، کابل، غور، بغلان، بدخشان، لوګر، بلخ او هلمند کې د کرونا ۸۱ شکمنې پېښې ثبت شوي، خو له ډلې یې یوازې یوه هغه په هرات کې مثبته ختلې ده.
د دغه وزارت مسوولان وايي چې د دغه وزارت په مرکزي ازموینځای کې د معایناتو نمونې یې د لا ښه ډاډ لپاره هالنډ ته لېږلي چې هلته د دغه مرکز اقدامات تایید شوي دي.
کرونا ویروس له چین وروسته د کب په لومړۍ نېټه د ایران په قم ښار کې خپور شو او څلور ورځې وروسته د یوه کس له لوري له یاد ښار نه افغانستان ته را ولېږدول شو.
اړوند مطالب:
عامې روغتیا وزارت: په کرونا اخته د ۱۰شکمنو کسانو پايلې منفي دي