د کاپیسا په تګاب ولسوالي کې یوې باوري امنیتي سرچینې سلاموطندار ته ویلي چې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ په نښته کې چې په شیخان او اکاخېل سیمو کې شوې، د ملي اردو ۸ سرتېري وژل شوي دي.
دا نښته د دوشنبې په ماښام شوې ده.
د سرچینې په وینا، تر دې وړاندې د تګاب ولسوالي په عمرخېل سیمه کې د محلي پولیسو په یوه کمین کې ۴ طالبان وژل شوي وو.
که څه هم طالبانو په درې شپو او ورځو کې د کاپیسا په تګاب ولسوالي کې شاوخوا ۳۰ پوستې نیولي، خو په دې ولسوالي کې امنیتي سرچینې وايي چې تر اوسه د ملي دفاع وزارت او هوايي ځواک له لوري د دې ډلې د ځپلو لپاره هېڅ اقدام نه دی شوی.
سرچینه زیاتوي چې طالبانو په تګاب کې د خپلو بریدونو لپاره د کاپیسا له نجراب او الهسای او دغه راز له لغمان، لوګر او پنجشېر ولایتونو نه خپل جنګیالي ورغوښتي دي.
د سرچینې په وینا، طالبانو د تګاب له هغو سیمو نه چې تازه یې نیولي، د اوو دیني مدرسو زدهکوونکي د جګړې لومړۍ لیکې ته بیولي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.