د کاسا ۱۰۰۰ پروژې (له مرکزي اسیانه سویلي اسیا ته د برېښنا) اجرایوي کارونه نن پنج شنبه (می ۱۲مه) رسما په تاجکستان کې پيل شول.
د حکومت اجرایوي رییس عبدالله عبدالله د تاجکستان په تورسونزاده ښار کې په دې اړه جوړه شوې غونډې کې وویل، سره له دې چې سیمه له نړیوالو ترهګرو سره په نښته کې ده، خو غړیو هېوادونه د دې توان لري، چې لویې اقتصادي پروژې تطبیق کړي.
په دې مراسمو کې د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان، د قزاقستان لومړي وزیر سورون بای جین بکوف او د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف ګډون کړی و.
کاسا ۱۰۰۰ پروژه شاوخوا ۱،۱۷ میلیارده ډالره لګښت لري، چې له دې جملې نه ۵۲۶میلیونه ډالر یې نړیوال بانک ورکوي.
اجرایوي رییس په دې مراسمو کې وویل، چې دغه ستره اقتصادي پروژه نړۍ ته مثبت پیغام لري. عبدالله وویل، چې د کاسا ۱۰۰۰ پروژې پلي کول تر څه وخت مخکې یوازې یوه اوازه وه، خو جدي ارادې او ګډ تصمیم له امله د دې پروژې عملي کار پيل شو.
عبدالله وویل، چې دغه پروژه د نړیوال بانک، د اسلامي پراختیايي بانک، «EBRD»، «USAID» او «UK/DFID» بنسټونو له لوري عملي کېږي.
اجرایوي رییس وايي، چې د افغانستان سیمه ییز سیاست د هېوادونو تر منځ د همکاریو په محور دی او پر همدې بنسټ افغانستان د منځنۍ اسیا، سوېلي اسیا او منځنی ختیځ له ختیځې اروپا سره نښلوي او د پل حیثیت ورته لري، چې په دې سره په سیمه کې اقتصادي ګډون له پاره لاره هواريږي.
نوموړي وویل، چې اوسمهال سیمه ییز بنسټونه د لویو طرحو د تطبیق ظرفیت لري او کولای شي، چې د ګډو اقتصادي همکاریو نوې ډولونه په سیمه او نړۍ کې تعریف کړي.
عبدالله وویل، چې د نړیوالو د ملاتړ جلبول، له یوبل سره د سیمه ییزو هېوادونو تړښت او په سیمه کې افغانستان د سوداګریز دهلیز د ارزښت او افغانستان له لارې د ټولو سوداګریزو لارو تېریدل د افغان حکومت لومړیتوب دی.
نوموړي د کاسا ۱۰۰۰ په پروژه کې له شاملو هېوادونو وغوښتل، چې افغانستان سره دې د دې پروژې د امنیت په خوندیتوب کې مرسته وکړي.
د اجرایوي ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل له سلام وطندار سره په مرکه کې وویل، چې دغه طرحه افغانستان له ۶ ولایتونو، ۲۳ولسوالیو او له ۶۰۰ سیمو تېرېږي.
فیصل وايي، چې افغانستان به له دې پروژې د کال ۴۵میلیونه ډالر حق عبور تر لاسه کوي او زیاتوي، چې ټاکل شوې ده، دغه پروژه د ۲۰۱۸ م ز کال تر پایه پورې بشپړه شي.
د کاسا ۱۰۰۰ پروژه په ۲۰۰۶ م ز کال کې وړاندې شوه او یو له مهمو سیمه ییزو پروژو ګڼل کېدله، د دې پربنسټ به ۱۳سوه میګاواټه برېښنا له قرغزستان نه تاجکستان، افغانستان او پاکستان ته ولېږدول شي.
افغانستان له د دې پروژې له حق عبور نه سربېره به ۳۰۰ میګاواټه برېښنا هم تر لاسه کړي.