کارپوهان: د پاکستان پر سوداګریزو کالیو ناببره تحریم ناشونی دی

یو شمېر اقتصادي کارپوهان وايي، چې د پاکستان پر وارداتي توکو ناڅاپي بندیز نه پلي کیږي، ځکه چې افغانستان د دغو وارداتي توکو له پاره مشخص بدیل نه لري او دغه بندیز به د هېواد اقتصاد ته ضربه ورسوي.

په پلازمېنې کابل کې وروستیو بریدونو په اړه د حکومتي مشرانو څرکندونې دا وي، چې د دغو بریدونو تر شا د پاکستان نظامیانو لاس و، چې د ټولنیزو رسنيو پر مخ  د پاکستان د سوداګریزو توکو پر خلاف چټک کمپاینونه پیل شول.

په ورته وخت کې یو شمېر دیني عالمانو هم د پاکستان پر سوداګریزو توکو د بندیز ملاتړ وکړ.

دا په داسې حال کې ده، چې د هېواد په ځینو سرحدي ولایتونو کې راکړه ورکړه هم په کلدارو کیږي.

د اقتصادي چارو شنونکي قیس محمدي سلام وطندار ته وویل، چې په افغانستان کې د پاکستان په سوداګریزو کالیو بندیز لګول سخت کار دی، ځکه چې د هېواد یو شمېر اوسېدونکي پاکستاني وارداتو ته شدیده اړتیا لري.

نوموړی وړاندیز کوي، چې د پاکستاني سوداګریزو کالیو ناڅاپي بندیز پر ځای دې پر بدیلو لارو غور وشي، چې دغه تګلاره په پړاویز ډول سره وارداتي کالي خپل ځای کورنیو تولیداتو ته پریږدي.

محمدي په دې ټینګار کوي، چې د پاکستان په سوداګریزو کالیو دې بندیز ګام په ګام پر مخ لاړ شي.

 د ده په باور که په ناڅاپي ډول دغه بندیزونه ولګول شي، نو ښايي، چې د خلکو ډېرې ورځنۍ چارې له ستونزو سره مخ شي.

قیس محمدي وویل، چې د افغانیو ارزښت د پیسو په بازار کې هم را ټیټ شوی دی او دغه چاره به خلکو ته لا زیان ورسوي.

دی وايي، چې د پاکستان سوداګریزو کالیو بدیل لپاره باید په ضعیفو او قوي برخو کې فکر وشي.

په همدې حال کې د ایسا ادارې مشر محمد قربان حقجو د پاکستاني سوداګریزو توکو په اړه سلام وطندار ته وویل، "اوسمهال ځانکړي شرایط رامنځته شوي دي او خلک د بهرنیو توکو پر ځای کورنیو تولیداتو ته لومړیتوب ورکوي په اصل کې باید همداسې وشي."

ده زیاته کړه، "دغه کار باید سیاسي او لنډمهالی نه وي، په دې چې د وخت په تېرېدو سره بېر ته هېریږي."

ده د پاکستان د سوداګریزو توکو په اړه وویل، چې دا شونې نه ده، چې په عمومي ډول د پاکستان سوداګریز توکي بند کړو، لامل یې له پاکستان هېواد سره اوږده سرحدونونه او د توکو قاچاق دي.

همداراز دی وايي، چې د ځینو سوداګریزو کالیو اړتیا زیاته ده او نه شو کولای، چې په هېواد کې یې د ننه تولید کړو.

له بل لوري د اقتصادي چارو شنونکی محب الله شریف وايي، چې "لومړی باید دا معلومه شي، چې افغانان څومره پاکستانیو توکو ته اړتیالري او ایا د پاکستاني وارداتو لپاره بدیل موجود دی؟"

د شریف په باور که دغه بندیزونه په ټولیز او همغږي ډول نه وي د ګټې پر ځای یې تاوان زیات دی.

دی وايي، چې د پاکستان سوداګریزو توکو د بندولو له پاره باید په اساسي توګه کار وشي او د خلکو اقتصادي شرایط په پام کې ونیول شي.

په ورته وخت کې قیس محمدي وايي، چې د پاکستان هېواد سوداګریز توکي بل هېواد نه اخلي او یواځې د افغانستان له لوري د منځنۍ اسیا هېوادونو او افغانستان ته واردیږي او افغانستان له دې لارې کولای شي پاکستان ته ستونزې رامنځته کړي.

محمدي وايي، که د پاکستان په سوداګریزو توکو بندیز ولګیږي، په پاکستان کې به د بې کارۍ کچه لوړیږي، ځکه چې هلته ډېرې کارخونې یواځې د افغانستان لپاره سوداګریز توکي تولیدوي.

بلاخره په بازار کې به د پاکستان سوداګریزو کالیو غوښتنې راکمې او د دغه هېواد اقتصادي پرمختګ به په ټپه ودریږي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام