کارپوهان: د ریکا غونډې فرصتونه باید له لاسه ورنه کړو

کابل نن ورځ په داسې حال کې د ریکا د اقتصادي همکاریو د غونډې کوربه توب کوي، چې د کارپوهانو په وینا، افغانستان د تېرو ناستو نه سمه استفاده نه ده کړې.

دغه کارپوهان وايي، اوس چې افغانستان د ریکا د شپږمې غونډې کوربه دی؛ باید د تېرو ناستو له تجربو، له په لاس راغلو اقتصادي، سیاسي، امنیتي مناسبو موکو او له ګاونډیو هېوادونو سره شته اړیکو نه سمه استفاده وکړي.

هغوی همدارانګه وايي، چې دغه غونډه پانګوالو ته موکه ورکوي، چې د افغانستان په زېربنايي پروژو پانګونه وکړي.

د افغانستان د اقتصاد پخوانی وزیر عبدالهادي ارغندیوال سلام وطندار ته وویل، چې د ریکا شپږمې غونډې د افغانستان له پاره ښې اقتصادي موکې برابروي او باید له دغې موکې نه د یوې ځانګړې پالیسې له مخې کار واخلي.

د ارغندیوال په خبره، دولت باید له دې موکې نه استفاده وکړي او نړیواله ټولنه او مرسته کوونکي هېوادونه دې ته اړ باسي، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

د اقتصادي چارو کارپوه قیس محمدي وايي، چې افغانستان له مرستندویه هېوادونو سره د ریکا په تېره ناسته کې کړې وعدې نه دي عملي کړي.

محمدي زیاتوي، چې د افغانستان ډېر ټینګار باید په دې غونډه کې د ایران پر چابهار بندر وي، ځکه چې دغه بندر افغانستان له ۱،۲ میلیاردي بازار هند سره نښلوي او افغانستان ته ډېرې ګټه لري.

د چابهار بندر د ایران ولایت د سیستان په جوبي برخه کې د عمان سیند او هند اقیانوس سره واقع دی او له دې بندر نه استفاده د پاکستان د بندرونو په پرتله ښه بدیل دی.

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي نن په همدې غونډه کې وویل، چې دغه ناسته د افغانستان او سیمې د اقتصادي پرمختګ لپاره یو ښه پیل دی.

د کرزي په خبره، نن ورځ ګډونوالو پر طبعیي سرچینو او انرژۍ، په سیمه ییزه کچه د اقتصادي او سوداګریزې نښلونو باندې بحث وشي.

آقای کرزی می‌گوید که افغانستان امیدوار است کشورهای کمک کننده به آن‌چه در این نشست تعهد می‌سپارند، به صورت صد درصد و همه‌جانبه عمل کنند.

د کرزي په وینا، ګډونوالو هېوادونو ژمنه کړې، چې په ناسته کې کړې ژمنې به عملي کوي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام