کارتر: د ګواښ سره سم له افغان ځواکونو سره یوځای اقدام کوو

د امریکا متحده ایالاتو دفاع وزیر شتون کارتر د سې شنبې په ورځ (جولای ۱۲مه) په یوه نااعلان شوي سفر کابل ته راغی.

نوموړي له ولسمشر محمد اشرف غني سره د یوې خبري ناستې په ترڅ کې وویل، چې د سفر موخه يې کابل ته، په افغانستان کې د دوی د ځواکونو پاتې کېدل،مالي ژمنې او په هېواد کې د امریکايي ځواکونو د قوماندان واکونو زیاتیول دي.

نوموړي زیاته کړه، په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو د قوماندان په واکونو کې داسې زیاتوالی راغلی، چې پخوا به د اړتیا په صورت کې د جګړې په ډګر کې له افغان ځواکونو سره مرسته کېده، خو اوس به په افغانستان کې میشت امریکايي ځواکونه به د پلان سره سم  د افغان ځواکونو سره اوږه په اوږه جنګيږي.

 نوموړي زیاته کړه، چې له پاکستان سره د دوی ستراتيژيکې اړيکې پخوا هم وې او اوس هم دوام لري، خو زیاته يې کړه، چې په هرځای کې د دوی ګټو ته زیان ورسيږي، نو دوی به یې پر وړاندې جدي مبارزه وکړي.

همدارنګه افغان ولسمشر محمد اشرف غني وویل، چې په افغانستان کې امريکايي ځواکونو قوماندان ته د نوي دندې په ورکولو سره به کارونه په خورا چټکۍ سره پرمخ یوړل شي.

نوموړي زیاته کړه، چې د امریکايي ځواکونو نوي قوماندان ته د نویو واکونو په ورکولو سره کوم کار، چې پخوا په ۳ میاشتو کې کېده اوس به په درېيو ورځو او یا هم درېیو ساعتونو کې ترسره شي.

همدارنګه ولسمشر غني زیاته کړه، چې افغان حکومت له پاکستان سره د اړيکو خرابوالي غوښتونکی نه دی، بلکې غواړي، چې د دوی په اړیکو کې وضاحت رامنځ ته شي.

غني وویل، افغان دولت ژمن دی، کومې مرستې چې د نړېوالو ټولنو له خوا له دوی سره کيږي په پوره شفافیت سره يې ولګوي.

د امریکا د متحده ایالتونو د دفاع وزیر شتون کارتر د وزارت په دوره کې دا درېيم ځل دی، چې افغانستان ته سفر کوي او دا سفر يې داسې مهال کيږي، چې افغان ولسمشر د وارسا په ناسته کې پر پاکستان جدي نيوکې وکړې او اسلام اباد يې هم له امله ژور خپګان ښکاره کړ.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام