د ملګرو ملتونو عمومي غونډې په ۲۰۱۳ م کال کې د اکټوبر ۳۱مه «د ښارونو نړېوالې ورځې» په نوم نومولې چې د «غوره ښار، ښه ژوند» شعار د عملي کولو لهپاره هرکال د ښاري ژوند پراختیا، د ملتونو او نړېوالې ټولنې ټولیزو ګټو، له شته فرصتونو ګټې اخیستلو او د ګواښونو پروړاندې مبارزې په موخه نمانځل کېږي.
خو کابلښار نه یوازې د غوره ښار، ښه ژوند په لوري ګام اخیستی نهدی، بلکې ورځ تربلې یې د ککړتیا ډول او کچه ډېرېږي چې له ډلې یې یوه هم د لید وړ ګډوډي ده چې لا پسې زیاتېږي.
کابل له هوا ښه ښکاري؛ ځکه منظمو سړکونو او هوار بامونو یې څېره ښکلې کړې، خو د ښار منځ یې د توکو او نامنظمو وسایلو له لاسه ګډوډ او ککړ دی.
کابل چې شاوخوا ۵ میلیونه وګړي پهکې ژوند کوي، له بیروبار، نامنظموالي او ګډوډیو ډک دی. هغه ښار کې چې ډول ډول خلک پهکې ژوند کوي، له کلتوري او منظموالي له اړخه هم یوډول پاتې کېدای نهشي او د ګډوډۍ لامل یې هم د وګړو ډېروالي ترڅنګ، همدا دی.
هټۍوالو خپلې هټۍ پرې ايښي او پلیولارو ته راوتلي؛ د سړکغاړې پلورونکیو او کراچيوانانو پلېلارې خوشې کړي او د سړک سر ته راوتلي او موټر هم چې په هره خوا لاړل، روان دي.
دغې تنګې هوا، د ټاکنیزو نوماندانو له تصویرونو سره چې د بېلبورډونو ترڅنګ یې پر دېوالونو هم نښلولي او د پلورنځیو او هټیو لوحو د ښاریانو ذهن او روان ګډوډ کړي دي.
د لیدو سیمې تنګوالی، اضطراب، تنفسي ناروغۍ، روحي ناارامي او بېحوصلېتوب، ښار کې د شته ګډوډیو له کبله دي.
کابلښاریان که څه هم ښار کې له شته ګډوډیو بېخبره دي، خو وايي د لرې کولو لهپاره یې خلک او حکومت دواړه باید لاس پهکار شي او که یو اړخ یې هم خپل مسوولیت ادا نهکړي، ښار به همداسې ګډوډ وي.
د کابل ښار اوسېدونکی حکیم وايي، د دغه ښار ګډوډۍ به هغه مهال لرې شي چې دولت د خلکو تبلیغاتو او کاروبار لهپاره مناسب ځایونه پیدا کړي.
په همدې حال کې فهیم چې د کابل ښار په دهافغانانو سیمه کې د سړک پرسر توکي خرڅوي وايي چې دولت په ښار کې د شته ګډوډیو او بیروبار او د دوی د بېنظمۍ لرې کولو لهپاره هېڅ کړنلاره نهلري.
نوموړی که څه هم د سړک پرغاړه د خپلو وسایلو اېښېدو او پلورلو په اړه ناخوښه دی، خو وايي د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو لهپاره اړ دی چې د کابل ښاروالۍ کارکوونکیو ناسم چلن وزغمي.
د ښار په یوه بله څنډه کې د ښاروالۍ کارکوونکي له ویالو نه خټې او چټلۍ راوباسي او د سړک پرغاړه یې کوټه کوي. بدبوی یې ټوله هوا نیولې او د ویالو ککړو اوبو د سړکونو ځینې برخې تورې او بدرنګه کړې دي.
د کابل ښار اوسېدونکی فیصل چې په دستمال یې کلکه پزه نیولې وايي، کابلښار به جوړ نهشي. ځمکه او آسمان یې د زغم وړ نهدي، خلک او دولت دواړه یې په اړه بېتفاوته دي.
د نوموړي په باور، د سړکونو نهجارو کول، د سړک غاړې ونو ته اوبه نه ورکول، هرځای د نامنظمو، بدرنګو او ګډووډو لوحو اېښودل او تر ټولو بد د بېپلانه ودانیو جوړېدو ښار بدرنګه کړی دی.
د یوشمېر ښاریانو په باور، څومره یې چې د ښار بېنظمیو او ګډوډیو په اړه چارواکو ته شکایتونه کړي، هغومره یې پام ترې اوښتی او د دوی بېغوري د نورو ښاریانو د بېمسوولیتۍ لامل هم شوې ده.
موږ وغوښتل چې پهدې اړه د کابل ښاروالۍ نظر هم واخلو، خو له اړیکو سره سره ونه توانېدو.