د عامې روغتیا وزارت لهخوا په تازه ورکړل شویو راپورونو کې ویل شوي چې په دغه ځانمرګي برید کې ۲۹ تنه وژل شوي او ۵۲ تنه ټپیان شوي دي.
لومړني معلومات
کابل پوهنتون ته نږدې د کارته سخي په عمومي واټ کې یو ځانمرګی برید شوی دی. امنیتي مسوولانو رسنیو سره په خبرو کې وویل، په دې پېښه کې ۲۵ تنه ولسي وګړي وژل شوي او ۱۸ تنه نور ټپیان شوي دي.
خو د پېښې عیني شاهدان وايي، چاودنه د خلکو په ګڼهګوڼه کې شوې او د قربانیانو شمېر له دې زیات دی.
د ریپوټونو پربنسټ ځانمرګی بریدګر د دهبوري له لارې پلی راغلی و او غوښتل یې ځان کارته سخي ته ورسوي، خو سیمې ته له رسېدو مخکې د علیباد روغتون مخې ته د ځوانانو یو ډلګي کې ځانته چاودنه ورکړه.
داعش ته منسوب شوي وېبپاڼې اعماق کې، د دغه برید مسوولیت یادې ډلې اخیستی