نن کابل کې د کار او زدهکړې ملي نندارتون پرانېستل شو.
دغه نندارتون چې د کار او ټولنیزو چارو او د لوړو زدهکړو وزارتونو په همکارۍ د پلان فیوچر خدمتونو مرکز له لوري جوړ شوی؛ د ۵۰۰۰ کسانو لهپاره د کار زمینه برابروي.
د دې درې ورځني نندارتون یوازینۍ موخه د کارګر او کارلرونکي ترمنځ د واټن له منځه وړل بلل شويدي.
د ځوانانو په برخه کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت سلاکار میرویس میرزکوال وايي، ټولې خصوصي او غیرخصوصي کمپنۍ چې کارکوونکي ته اړتیا پیدا کړي، دلته راځي او له لوړو زدهکړو فارغو کسانو سره مخامخ کیني چې په دندو یې وګوماري.
صدف چې څه موده مخکې یې په دا ډول پروګرام کې ګډون کړیو او لهدې لارې یې کار موندلی؛ خوشاله ده چې په کور دننه دا ډول بامسوولیته فکرونه کار کوي.
د کار موندنې دغه پروګرام داسې حال کې پیلېږي چې هېواد کې د بېکارۍ کچه د لوړېدو په حال کې ده؛ خو تمه کېږي د داسې پروګرامونو په عمليکېدلو سره هېواد کې د وزګارتیا کچه راټیټه شي.