«کابل کې د ۲۰۱۸ کال پر مهال ۵۱۰ ملکیان وژل شوي»

د ملکي وګړیو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ډلې نن په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال په ۲۰۱۸ زېږدیز کال پر مهال د ملکي وګړیو د مرګ‌ژوبلې راپور خپور کړ.

د دغه راپور له مخې، د تېر میلادي کال پر مهال د نورو ولایتونو په پرتله په کابل کې د ملکي وګړیو د مرګ‌ژوبلې کچه ډېره وه او ورپسې ننګرهار، غزنی، هلمند او پکتیا په ترتیب سره دویم، درېیم، څلورم او پنځم ځای لري.

په دغه راپور کې لیکل شوي چې د ۲۰۱۸ زېږدیز کال پر مهال په کابل کې ۲۹ پېښې شوي چې له کبله یې ۵۱۰ ملکیان وژل شوي او ۱۱۰۷ نور ټپیان دي.

د ملکي وګړیو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ډلې غړی عزیزاحمد تسل وايي، د دغو پېښو ډېره برخه ځانمرګي بریدونه، د سړک‌غاړې ماینونو چاودنې او د هوايي ځواکونو عملیات جوړوي.

د تسل په وینا، د تېر میلادي کار اکټوبر او جولای میاشتې تر ټولو خونړۍ وې او یوازې په جولای میاشت کې ۱۰ بریدونه شوي دي.

د ملکي وګړیو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ډله وايي، د دوی د موندنو له مخې، په تېر میلادي کال کې د ملګي وګړیو مرګ‌ژوبله په بامیان او دایکندي ولایتونو کې صفر وه.

په راپور کې لیکل شوي چې په ۲۰۱۸ زېږدیز کال کې د افغانستان د امنیتي هوايي ځواکونو د ۱۹ عملیاتو پرمهال ۱۳۶ ملکي وګړي وژل شوي او ۸۷ نور ټپیان دي.

د رپوټ په دوام کې راغلي؛ چې د طالبانو په سیمو کې د سړک غاړې ماینونو له امله ډېر ملکي وګړي تلف شوي دي.

د ملکي وګړیو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ډله له وسله‌والو ډلو په وړاندې د حکومت په کمزورۍ نیوکه کوي او دغه راز د جګړې له دواړو لوریو غواړي چې د جګړې پرمهال ملکي وګړیو ته زیان و نه رسوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام