کابل کې د ګازو بیې پر لوړېدو د خلکو او وکیلانو نیوکې

د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي د ګازو بیې له لوړېدو شکایت کوي او وايي، د ژمي په راتلو او د هوا په سړېدو سره د یوې کیلو ګازو بیه ۸۵ افغانیو ته رسېدلې ده.

کابل ښاریان په دې برخه کې د حکومت پر نه پام نیوکه کوي.

د کابل اوسېدونکي محمدامین او خاکسار وايي، په ښار کې د واورو له اورېدو وروسته د ګازو بیه ۸۰ افغانۍ ته لوړه شوې چې خلک یې د پېرودلو وسه نه لري.

د دوی په وینا، په هره سیمه کې هر هټۍ‌وال او د ګازو پلورونکی یې پر خپل سر بیه ټاکي او هېڅوک نشته چې پوښتنه یې وکړي.

د ولسي جرګې یو شمېر غړي هم په کابل ښار کې د ګازو بیې پر لوړېدو نیوکه کوي.

د ولسي جرګې رییس میررحمان رحماني وايي، د ولسي جرګې غړي به د کابل ښاریانو شکایتونو ته د رسېدو لپاره د سوداګرۍ او صنایعو وزارت سرپرست اجمل احمدي د دوشنبې په ورځ جرګې ته ور وغواړي.

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د سوداګرۍ او صنایعو وزارت او د نفتي توکیو ریاست د مسوولانو نظر هم واخلو، خو له پرله‌پسې اړیکو سره سره بریالي نه شوو.

اړوند مطالب:

د کابل سړه هوا او د بې‌ځایه شویو کورنیو او کډوالو شکایت

کابل کې د مجرمانو نیولو عملیات؛ خلک ناخوښه دي

کابل کې ناامني او جنايي جرمونه زیات شوي

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام