کابل کې د لومړي ځل له‌پاره د ښوونځیو ترمنځ د «هارډ بال» سیالۍ پیل شوې

پرون په کابل کې د ښوونځیو ترمنځ دویم پړاو «پرمختګ پریمیرلیګ» لس اوریزه کرېکټ سیالۍ په یو لړ مراسمو کې د حبیب ځاځي پارک، شینوزاده روغتون او جهان پوهنتون په مالي لګښت پیل او پرانېستل شوې.

د سیالیو مسوول تایب ځاځي سلام وطندار ته وویل، د ښوونځیو ترمنځ د سږ کال په دويم پړاو کرېکټ سیالیو کې د لوګر ولایت د ۳ ښوونځیو کرېکټ‌لوبډلو په ګډون د کابل د ۱۵۰ بېلابېلو شخصي او دولتي ښوونځيو کرېکټ‌لوبډلې برخه لري.

نوموړي دغه راز زیاته کړه، دا به لومړی ځل وي چې یادې سیالۍ به په «هارډبال» او په یو ځانګړي لوبغالي کې وشي.

دا لوبې به د ۳ میاشتو له‌پاره روانې وي.

په سږنیو سیالیو کې به شینوزاده لوبډله له خپلې تېرې اتلولۍ نه دفاع کوي چې تېرکال یې په لومړي پړاو پرمختګ پریمیرلیګ ټينس‌بال ټورنمېنټ کې په کابل کرېکټ نړۍوال لوبغالي کې ترلاسه کړې‌وه.

په همدې حال کې د افغانستان کرېکټ بورډ د پرمختیایي څانګې مسوول نظیم‌جار عبدالرحیمزي ـ چې د سیالیو په پرانیستغونډه کې یې برخه اخیستې وه ـ په خپلو خبرو کې د ټورنمېنټ ښه ځلېدونکیو لوبغاړیو ته زېری ورکړ.

د نوموړي په وینا، ټاکل شوې‌ده، د راتلونکي کال په جنورۍ کې د هندوستان په کوربتوب د ښوونځیو ترمنځ د کرېکټ نړۍوال جام وشي چې د افغانستان ۲ کلپونو ته په‌کې د لوبېدلو بلنه ورکړل شوې‌ده.

ښاغلي جار له لوبغاړیو وغوښتل چې هڅه وکړي د ښوونځیو ترمنځ په‌دې سیالیو کې ښه ولوبېږي او د افغانستان په استازیتوب د ښوونځیو په کرېکټ نړۍوال جام سیالیو کې د لوبېدو چانس ترلاسه کړي.

دغه راز پرانېستغونډه کې د سیالیو مسوول طایب ځاځي له افغان کرېکټ بورډه غوښتنه وکړه چې په ټورنمېنټ کې د تخنیکي مرستو ترڅنګ ورسره په راتلونکې کې د ښوونځیو په کچه د روزونکیو په روزلو کې مرسته وکړي.

د ښوونځیو ترمنځ د دویم پړاو پرمختګ پریمیر لیګ سږنۍ ۱۰ اوریزو کرېکټ سیالیو کوارټرفاینل، سیمي فاینل او فاینل لوبې په کابل کرېکټ نړۍوال لوبغالي کې وشي او د سیالیو پایلې به هم د یوځانګړې وېب‌پاڼې له لوري خپرېږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام