په کابل کې د امریکا متحده ایالتونو سفارت د «The Afghan Shark Tank Panel» تر سرلیک لاندې د «شارک ټانک» په نوم د کار رامنځته کولو درېیم او وروستی ورکشاپ جوړ کړ. دغه ورکشاپ د فارغو زدهکړیالانو سازمان یا (OAA) له لوري جوړ شو.
یاد ورکشاپ د تجدید وړ انرژۍ، کرنې، روغتیايي خدمتونو او زدهکړو په برخه کې د ۱۱ بېلابېلو غوره اقتصادي مفکورو لپاره د بازارموندنې په موخه جوړ شو.
د امریکا د سفارت اقتصادي اتشه مارک مالوني له سلاموطندار سره په خبرو کې وویل چې په یاد درېیم ورکشاپ کې د ګډونوالو د چلن ډول ښه شوی و او د هغوی مفکورې او پروګرامونه ډېر ښه و چې پر پروګرام یې هم ښه اغېز کړی و.
مالوني زیاتوي چې په تېرو ۸۰ کلونو کې د امریکا شاوخوا ۶۲ سلنه کاري بوختیاوې له کوچني کاروبار نه پیل شوي دي. د نوموړي په وینا، هره ستره سوداګرۍ له یوه کوچني کاروبار نه پیل شوی او وروسته یې پراختیا موندلې ده.
په همدې حال کې د امریکا د سفیر مرستیال جمیز دهارت سلاموطندار ته وویل چې یاد پروګرام د کار رامنځتهکوونکیو لپاره یو ښه فرصت دی چې پر مهال یې سوداګرو ته قناعت ورکړي چې د دوی مفکورې د ملاتړ وړ دي. د نوموړي په وینا، دا ډول پروګرامونه کولای شي د وزګارتیا د له منځه وړلو په برخه کې اغېزمن تمام شي.
هغه زیاتوي، دا فرصت د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د افغانستان نښلولو لپاره ښه حللاره ده.