یو شمېر بنسټونو نن په کابل کې د خوندي انټرنت نړیواله ورځ ونمانحله.
د افغانستان انټرنټ بورد ټولنې غړي زمریالي وفا نمانځغوندې ته وویل چې افغان ماشومان او ځوانان د نورو پاړکو په پرتله د انټرنټ کارونې ډېر زیانموونکي پاړکي کې دي او کورنۍ باید د خپلو ماشومانو انټرنټ کارونې پر وخت له انټرنټ فلتره ګټه واخلي.
د ښاغلي وفا په وینا، اوس د ماشومانو انټرنټ کارونې لهپاره هېڅ ډول پروګرام نهشته.
ده زیاته کړه چې د انټرنټ د ګټو ترڅنګ باید دې ته متوجې وئ چې هر برېښنالیک ځواب نهکړﺉ.
ښاغلی وفا زیاتوي، ځېنې ډلې د ناخوندي انټرنټ په کارونې ماشومان او تنکي ځوانان په لومه کې نښلوي چې دا موضوع کورنیو ته سرخوږی جوړوي.
غونډې ته د پوهنې وزارت معلوماتي تکنالوژي مسوول عرفانالله ساپي وویل چې اړوند وزارت د انټرنټ پهواسطه د روزنیزو او ښوونیزو خدمتونو وړاندېکولو پروګرامونه لري.
د ښاغلي ساپي په خبره، د دغو پروګرامونو پهواسطه به د هېواد لرې پرتو سیمو ته ښوونیز نصاب ورسوي.
د څوو ماشومانو پلار مشتاق رهین وایي، اوسمهال د انټرنټ له لارې ډېر ماشومان او تنکي ځوانان له ترهګرو ډلو سره یوځای کېږي.
د ښاغلي رهین په وینا، کورنۍ باید انټرنټ ته د ماشومانو لاسرسی مدیریت کړي.
ښاغلی رهین زیاتوي، کورنۍ باید خپل ماشومان او تنکي ځوانان له هغو پروګرامونو وساتي چې د هغوی ژوند ګډوډولو او تمرکز له منځه وړلو لامل ګرځي.