د جون ۵مه هرکال نړۍ کې د چاپېریال ساتنې د نړۍوالې ورځې په توګه نمانځل کېږي.
د دې ورځې نمانځنې په مناسبت مراسمو کې د کابل ښاروال یعقوب حیدري وویل، د کابل والي د چاپېریال وضعیت له امنیتي او اقتصادي وضعیته په مراتبو خراب دی او جدي پام ته اړتیا لري.
د ښاغلي حیدري په وینا، یوازې په کابل ښار کې هره ورځ ۴ ټنه پلاستیکي کثافات تولیدېږي.
ښاغلی حیدري له کابلښاریانو غواړي، د چاپېریال خونديساتلو په موخه د پلاستیکي کڅوړو لهپاره بدیل پیدا کړي.
د کابل والي زیاتوي، ښار کې د نفوسو زیاتېدلو د لا ډېرو کثافاتو تولیدېدلو لامل شوی او تېرو لسو کلونو کې کابل ښار کې څلور نیم میلیون ټنه کثافات تر خاورو لاندې شوي چې دا شمېره د اندېښنې وړ ده.
د ښاغلي حیدري په وینا، د پلاستیکي کثافاتو ترڅنګ، کابل کې د خښتو زرګونه بټۍ په غیرمعیاري ډول فعالیت کوي چې دولت یې باید مخه ونیسي.
د کابل پوهنتون مشر حمیدالله فاروقي دې غونډې ته وویل، چاپېریال ساتنه د ټولو افغانانو مسوولیت دی او کابل پوهنتون کې د چاپېریال ساتنې پوهنځي رامنځته کېدو د چاپېریال په اړه علمي او څېړنیزو فعالیتونو ته زمینه برابره کړېده.
ښاغلی فاروقي زیاتوي، د چاپېریال ساتنې پوهنځي تل هڅه کړې چې د دولتي بنسټونو په همکارۍ د سالم چاپېریال ارزښت په اړه پوهاوی ورکړي.
شمېرې ښيي چې هر ساعت په نړۍ کې یو میلیون پلاستیکي بوتلونه تولیدېږي او کال کې ۱۳ میلیونه ټنه پلاستیک په سمندرونو کې راوځي.
ملګروملتونو د جون ۵، د خوندي چاپېریال رامنځته کولو لهپاره د خلکو د پوهاوي کچې د لوړولو او د سیاستوالو پرېکړو نیولو په موخه د چاپېریال ساتنې نړۍوالې ورځې په توګه نومولې ده.