یو شمېر کابل ښاریان د موټر چلولو د جواز، پاسپورټ او د سوداګریزو چارو پهپار د کابل ترافیکو عمومي ریاست، پاسپورټ او ګمرک ته ورغلي او په دغو ادارو کې د کمیشنکارانو د ډېرو پيسو له اخیستلو نه شکایت کوي.
د کابل ترافیکو او ګمرک ته دوه ورغلي کسان فردوس او جاوید وايي، چې د دې ادارو زیاتره کارکوونکي له کمیشنکارانو سره اړیکې لري او د ډېرو پیسو له ورکړې پرته د چا کار ته رسېدنه نه کوي.
د فردوس پر وینا، د موټر چلولو د جواز لهپاره ترې د ترافیکو په ریاست کې کمېشنکاران له ۶ زرو نه نیولې تر ۸ زرو او ۹ زرو افغانیو پورې غواړي.
جاوید هم د ترافیکو په ریاست کې د کمېشن په نامه له روان فساده سرټکوي. دی وايي، چې له دروازې نه نیولې ان تر اخري عسکره پورې هر څوک د پيسو شکولو په پلمه له دوی بډې اخلي. د ده پر وینا، په دې اداره کې مسفد کمېشنکاران قانوني او سم کار ته لاره برابره کړي او له دوی د څوو افغانیو په بدل کې تر ۱۰۰۰۰ زرو افغانۍ وشکوي.
خو د کابل ترافیکو ریاست کې دوه تنه کمېشنکاران وايي، چې په دغه ریاست کې ترې مسوولان پیسې اخلي او دوی اړ دي، چې له مراجعینو زیاتې پیسې واخلي. د ده په خبره، دوی ته په خپلو ټولو منډو ـ ترړو کې ۲ زره افغانۍ پاتې کېږي.
هاخوا بیا په پاسپورټ ریاست کې هم د کمېشنکارانو بازار ګرم دی. په دې ریاست کې یو کمېشنکار وايي، چې یو پاسپورټ په یوه ورځ کې اخیستلی شي؛ خو په بدل کې يې ۳۵۰ ډالره اخلي.
له اداري فساد سره د مبارزې عالې اداره هم په دولتي ادارو کې د ځېنو کمېشنکارانو کړنې اندېښمن کړي دي.
د دې ادارې رییس سیدحسین فخري وايي، چې یو شمېر کمېشنکاران فساد او رشوت ته زمینه برابروي.
فخري له یوې خوا کمېشنکاران د سوداګریزو چارو کې راښکېلو او بوختو وګړیو لهپاره خورا ګټور بولي؛ خو له بلې خوا د دو اخیستونکیو پيسو زیاته اندازه په ګمرک، ترانسپورټ او نورو سوداګریزو مسلو کې د فساد ترویج ته زمینه برابروي.
د کابل ښار د ترافیکو ریاست مسلکي مرستیال عبدالودود خیرخواه هم مني، چې پهدې اداره کې ځېنې کمېشنکاران فساد ته لارې جوړوي. دی له خلکو غواړي، چې د خپلو کارونو د خلاصولو لهپاره دې له کمشنکارانو ګټنه نهکوي.
خو د کابل ګمرک د کمېشنکارانو ټولنې غړی ننګیالی مومند وايي، چې دا ټولنه مالیې وزارت جوړه کړې او کمېشنکارانو د وطنوالو لهپاره زیاتې اسانتیاوي برابرې کړي دي.
پخوا هم په دولتي ادارو کې د ځېنو کېشنکارانو له ستر فساده شکایتونه شوي وو، چې دا ستونزه لا هم پر ځای پاتې ده.