کابل د ریکا د شپږمې غونډې کوربه

د افغانستان له پاره د سیمه ییزې اقتصادي همکارۍ (ریکا) دوه ورځنۍ غونډه دوې ورځې وروسته د پنجشنبې په ورځ په کابل کې جوړېږي.

اټکل دی، چې په دې ناسته کې به د سیمې د ۳۰ هېوادونو لوړپوړي پلاوي او ۴۰ نړیوال او سیمه ییز سازمانونه ګډون وکړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي همکاریو عمومی رییس وحیدالله ویسي نن سه شنبه د (سپټمبر په ۱) رسنیو ته وویل، چې په دې غونډه کې به کارپوهان په درې برخو کې لکه د سیمې هېوادونو پر نښلولو، پر سیمه ییز انرژۍ، طبیعي سرچینو او د خصوصي سکتور پر رشد او د سوداګرۍ پر تقویت خبرې وکړي.

ویسي همداراز وویل، چې کېدای شي په دې غونډه کې پر نوې انرژۍ او د سیمه ييزې همکارۍ پر یووالي هم خبرې وشي.

ویسي زیاتوي، چې د ریکا په شپږمه غونډه کې به پر تاپې پروژې، کاسا ۱۰۰۰، ورېښمو لار، د لاجوردو پر خط او د افغانستان پر اوسپنیزې لارې هم خبرې وشي.

د بهرنیو چارو وزارت شکیب مستغني د ریکا شپږمه اقتصادي غونډه د سیمه ییزو هېوادونو د نښلولو، د اقتصادي همکاریو د تقويې، د سیمه ییزې همغږۍ او د دغو هېوادونو د غوټه کولو له پاره اړینه ګڼي.

د ریکا لومړۍ غونډه په ۲۰۰۵ زېږديز کال کې په کابل او وروسته له هغې په ۲۰۰۶، ۲۰۰۹، ۲۰۱۱ او ۲۰۱۲ زېږديزو کلونو کې په ترتیب سره په نوي ډیلي، اسلام اباد، استانبول او دوشنبې کې جوړې شوې وې.د

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام