یو ځانمرګی بریدګر نن مازدیګر شاوخوا ۴ بجې د کابلښار ۱۸مې حوزې اړوند، دشتبرچي سیمې کې یو ښوونیز مرکز کې ځان ته چاودنه ورکړه چې له کبله یې تراوسه د ۴۸ کسان وژل شوي او ۶۸ نور ټپیان دي.
چاودنه د «موعود» په نوم کورس کې د کانکور لهپاره د تیارۍ ځانګړي ټولګي کې شوی او ویل کېږي د برید پرمهال شاوخوا ۳۰۰ زدهکوونکي په ټولګي کې وو.
وسلهوالو طالبانو د دې پېښې په اړه ویلي چې د دوی له لوري نهده شوې، خو کومې بلې وسلهوالې ډلې هم تراوسه د پېښې مسوولیت منلی نهدی.