کابل ته د پاکستان لومړي وزیر راتګ بې پایلې دی

ولسمشرۍ ماڼۍ وایي ټاکل شوې سبا ورځ (جمعه) د پاکستان لومړی وزیر شاهد خاقان عباسي افغانستان ته په رسمي سفر راشي.

خو د چارو ځېنې شنونکي وايي، افغانستان ته د پاکستاني چارواکیو تېرو سفرونو ته په کتو؛ کابل ته د پاکستان د لومړي وزیر سفر پایلې ته هیله‌مندي نه‌لري.

د چارو شنونکي اکبرجان فولاد سلام‌وطندار سره په خبرو کې وویل، اسلام‌اباد سیاسي لوبه کوي او دا سفرونه د افغان دولت او بهرنیانو د غولولو په موخه ترسره کېږي.

دغه‌راز د چارو بل شنونکی یونس فکور وایي، پاکستاني چارواکي له یوې خوا مذاکرات کوي او بل لور ترهګر روزي.

هغه زیاتوي، اوس چې پاکستان د امریکا تر فشار لاندې راغلی نو د خپلو موخو د تعقیب له‌پاره یې په سیاسي برخه کې هڅې زیاتې کړي دي .

هغه وايي، اسلام‌اباد به هېڅکله له کابل سره سیاسي جوړجاړي ته ونه رسېږي.

کابل له اسلام‌اباد سره د دولتونو په کچه د خبرو لړۍ پیل کړې

د ولسمشرۍ ماڼۍ مرستیال ویاند دواخان مینه‌‌پال وایي، د کابل پروسې له اعلان سره سم افغان دولت غواړي له اسلام‌اباد سره د دولتونو په کچه د خبرو لړۍ پیل کړي.

ښاغلی مینه‌پال وايي، د پاکستان لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي سره به په خبرو کې د افغانستان په سرحدي سیمو د هغه هېواد له لوري د توغندیو ویشتو او نورو ټولو هغو مسایلو په اړه خبرې وشي؛ چې د دواړو هېوادونو حکومتونه پرې ستونزې لري.

د پاکستان لومړی وزیر شاهد خاقان عباسي داسې حال کې افغانستان ته سفر کوي، چې تېره ورځ پاکستانیو جېټ الوتکیو د کونړ ولایت په ځېنو سیمو بمونه غورځولي او په تېرو ۲۴ ساعتونو کې دغه هېواد د کونړ په دانګام، شلتن، ناړې او سرکاڼو ولسوالیو نږدې ۷۰۰ توغندي راتوغولي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام