کابل ته د پاکستان لومړيوزیر شاهدخاقان عباسي له سفره یوه ورځ وروسته د افغانستان ولسي جرګې نن د جرګې عمومي غونډې کې دغه سفر ته غبرګون وښود.
د ولسي جرګې ځېنو غړیو د افغانستان پر وړاندې د پاکستان سیاست د مکرجنې ګیدړې حرکات وبلل او له ولسمشره يې وغوښتل چې پهدې برخه کې فکري سیاست غوره کړي.
د ولسي جرګې ځېنې نور غړي باوري دي چې له افغان چارواکیو سره د پاکستان لومړيوزیر لیدنه کې په رمزي ډول د ډیورند فرضي کرښه په رسمیت پېژندل شوېده.
د ولسي جرګې غړي شکېبا هاشمي او محمدسرور عثماني فراهي وايي، ټوله نړۍ پوهېږي چې د ترهګرۍ مرکز په پاکستان کې دی او (ای. اېس. ای) يې ملاتړ کوي خو دلته هوکړه کېږي چې افغانستان کې هم ترهګري شته او موږ پوله ساتو.
په ورته وخت کې د ولسي جرګې ځېنو نورو غړیو پر کونړ ولایت د پاکستان توغندیزو بریدونو ته په اشارې سره دا کار د افغانستان او پاکستان چارواکیو ترمنځ د سولې خبرو اترو بېپایلې کولو په موخه د پاکستان نوښت وبللو.
د ولسي جرګې غړي نادرشاه بحر او کبرا مصطفوي په ارګ کې د پاکستاني چارواکي او افغان ولسمشر خبرې اترې او پر کونړ د پاکستان راتوغېدونکي راکټونه د دې معنا لري چې پاکستان د ځېنو امتیازاتو غوښتنه کوي او سولې ته غاړه نهږدي.
خو د ولسي جرګې رییس عبدالرووف ابراهیمي پر کونړ ولایت د پاکستاني پوځیانو بمباري او توغندیز بریدونه د افغانستان پر ملي حاکمیت روښانه نقض بولي. دی له پاکستانه تمه کوي چې یا دې د سولې لهپاره او یا دې د ښکاره جنګ لهپاره په یو دریځ ودرېږي.
د ولسي جرګې غړیو په ټینګار سره له حکومته وغوښتل چې پاکستاني چارواکیو سره په خبرو اترو کې د طالبانو پر ضد مبارزې ترڅنګ داعشیانو په اړه هم په جدي توګه خبرې وکړي او افغانستان دې د زیاتو پرېکړو عملي کولو غوښتنه وکړي؛ خو د ولسي جرګې رییس وايي چې لهدې مخکې هم د افغان او پاکستاني چارواکیو ترمنځ ورته شان خبرې او غونډې شوي او د وخت له ضایع کولو پرته یې د پام وړ لاسته راوړنې نهدي لرلي.
ولسمشر غني پرون په ارګ کې د پاکستان له لومړي وزیر شاهدخاقان عباسي سره په لیدنه کې پر ځېنو مهمو مسایلو د خبرو اترو سربېره د سولې او پیوستنو په برخه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د عمل پلان سند وروستي کولو په اړه خبرې کړي دي. دغهراز په دې غونډه کې پرېکړه شوې چې دا سند به د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران او د ملي امنیت شورا سلاکاران نهايي کوي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ سرچینې کابل ته د شاهد خاقان عباسي سفر لامل، د افغاستان د سولې په برخه کې د سیمې هېوادونو په لیدلوري کې بدلون ګڼي او وايي، افغان حکومت تمه لري چې په دغه سفر کې د دواړو هېوادونو ترمنځ باور ایجاد شي.