کابل‌ ښاریان وسلو ته د خلکو مخ پر زیاتېدونکي لاسرسي اندېښمن کړي

د کابل یو شمېر اوسېدونکي د پاکستان پر وړاندې د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې له بریا وروسته د تېرې شپې د خوښۍ ډزو ته په اشارې، وسلو ته د کابل اوسېدونکو د لاسرسي له زیاتېدو نه اندېښنه څرګندوي.

د دوی په وینا، کابل ښار کې په بېلابېلو مناسبتونو د خوښۍ ډزې ښيي چې د کابل زیاتره اوسېدونکي وسلو ته لاسرسی لري.

کابل ښاریان وايي، خلک د پاکستان پر وړاندې د افغانستان د کرېکټ لوبډلې په بریا خوشاله دي؛ خو له دغو بریاوو څخه د نمانځلو ډول باید خلکو ته زیان ونه رسوي او یا د هغوی ترمنځ د وېرې او وحشت لامل نه‌شي.

د تېرې شپې د خوښۍ ډزو کې یو شمېر کابل اوسېدونکي ټپیان شوي.

د کورنیو چارو وزارت یوې خبرپاڼه کې ویلي، د تېرې شپې د خوښیو ډزو په تړاو یې کابل ښار کې شاوخوا ۴۳ کسان نیولي دي.

د کورنیو چارو وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې له نیول شویو کسانو نه ګڼ شمېر غیرقانوني وسلې هم راټولې شوې‌دي. سرچینې وايي چې په بېګانیو ډزو کې شاوخوا ۱۰تنه ټپیان شوي‌دي.

غیرقانوني وسلو ته د خلکو لاسرسي د زیاتېدلو په اړه د کابل اوسېدونکو اندېښنې داسې مهال دي چې دې وروستیو کې پلازمېنې کابل کې د جنایي جرمونو کچه لوړه شوې‌ده.

 

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام