تر يوې پيړۍ وړاندې په ۱۸۹۲ ميلادي کال کې د هند نوبل جائزه ګټونکي ليکوال رابندرناته ټيګور د يو افغان "کابلي والا" پر باب يوه لنډه قيصه ليکلی وه چې اوس هم د هنديانو او افغانانو زړونه له يو بل سره نښلوي.
ټاکل شوې له کابل، ډهلي او ډهاکې وروسته دکابلي والا او په کلکته کې دمیشت افغان کورنيو په ژوند یو هنري نندارتون په روانه می میاشت کې په کلکته کې جوړشي.
چې د پخواني ولسمشر ډاکټر نجیب لور مسکا نجیب او دهندي خبریال نازش افروز ګډ کار نندارې ته وړاندې شي.
افغان ولسمشر اشرف غني په اپریل میاشت کې دهند رسمي سفر پر مهال هم د ټاګور د کېسې يادونه وکړه چې د افغانانو حقيقي پېژندنه يي هنديانو ته څرګنده کړې.
غني ویلي و، چې کابلي والا اوس هم د دواړو هيوادونو وګړو ته د يو بل سره د نږدي والي احساس ورکوي. "ټاګور چې په هند کې مونږ ته کوم برانډ "شناخت" را پر برخه کړی که مونږ په مليارډو ډالر هم په تبليغاتو مصرف کړو دومره ښه شناخت به پیدا نه کړو ".
غني وويل، د تاريخ په اوږدو کې افغانانو د سوداګرۍ، جنګ او نورو عواملو له امله هند ته سفرونه کړي او اوس يي هم کوي خو د اوسني هند په غرب بنګال ايالت کې د ۱۹ پيړۍ يو افغان "عبد الرحمان" کیسې افغانانو ته په هند کې يو رومانوي پيژندنه ور په برخه کړې.
پر دغې کیسې ډير اوږده داستانونه، فلمونه او تمثيلي ټوټې جوړې شوي دي او اوس هم جوړیږي.
په دی جمله کې دافغانستان دپخواني ولسمشر ډاکټر نجیب لور موسکا نجيب او هندي خبريال نازش افروز هم خپل هنر په کار اچولی دی.
دوي د غرب بنګال په پلازمينه کلکټه ښار کې ميشت د ۲۱ مې پيړۍ "کابلي والا" يعني د افغانانو ژوند څيړلی او په انځورونو کې يې خوندي کړی.
دوي له " کابله تر کلکلتې" تر عنوان لاندې دغه انځورونه د مارچ په مياشت د کابل په پوهنتون کې نندارې ته وړاندې کړل، بيا يي د هند پلازمينې ډهلي ته، وروسته د بنګله ديش پلازمينی ډهاکې ته او په پاې کې د مې په مياشت کې کلکټې ته وړي.
عبد الرحمان يو داسي افغان دی چې په خپل وطن پوروړی شي او د کاروبار له پاره هند ته ځي.
هلته وچه ميوه پلوري او د ليکوال "ټيګور" په ماشومي لور "منې" باندي يي د خپلي لور "فاطمې" مينه راشي. عبد الرحمان دغې ماشومې ليدلو ته هره ورځ ورځي، خبري ورسره کوي او ميوه ورکوي.
نازش په کابل کې د نندارتون پر مهال وويل چې د کلکټې اوسنی "کابلي والا" (افغانان) د ټاګور د کیسې له کردار سره ډير توپیر لري.
عبد الرحمان او ملګري یې د کلکتې خلکو او د کلکتې خلک دوي ته نوي وو، د يو بل په مزاج او رواج خبر نه وو خو اوسني افغانانو هلته ودونه کړي، د رسم او رواج سره اشنا شوي خو خپل تمدن، ژبه او د وطن سره مينه يي له لاسه نه ده ورکړي.
هغه زياته کړه چې ټيګور دغو افغانانو ته د کابلي والا نوم ورکړی خو دوی ټول د افغانستان د سوېل ختيځ، پکتيکا، پکتيا او غزني ولايتونو سره اړیکه لري او ډېرو يې په ژوند کې هم کابل په سترګو نه دی ليدلی.
"دوي اوس هم د اختر په ورځ د کلکټې په باغونو کې اتڼ کوي او ورځپاڼو کې يې انځورونه خپريږې"