سره له دې چې په تیرو ولسمشریزو ټاکنو کې ښځو ۳۸ سلنه ونډه اخیتسې وه، خو اوس د ښځو حقونو یو شمیر فعالان وایي چې پرحق یې سترګې پټیږي.
په هغه غونډه کې چې د پنجشنبې په ورځ( دسلواغې پر۱۶مه) په کابل کې په راتلونکو ټاکنو کې د ښځو او شته ستونزو تر سرلیک لاندې د ښځو او بشري حقونو یو شمیر فعالانو په ګډون د افغانستان رڼو ټاکنو بنسټ (ټيفا) له خوا جوړه شوې وه د ښځو چارو وزارت د پلان او پالیسی رییسې رحیمې ظریفي وویل چې ښځې باید پر خپلو پیاوړتیاوو خپلې ستونز هوارې او د هېواد په سیاسي او ټولنییزو برخو کې پراخه ونډه واخلي.
میرمن ظریفي داسې مهال د ښځو د وړتیاو خبره کوي چې تر دې دوه ورځې مخکې کابل ښار د ملي شورا ځینو ښځینه غړو په ګډون د ښځو حقونو یو شمیر وتلو فعالانو د ځینو وړ او تکړه ښځو یو نوملړ هم خپور کړ چې د وزارت څوکۍ توان لري.
دوی ګواښ وکړ که چېرې ښځو ته په ټاکنو کې ددوی د ونډې په پرتله څوکۍ ورنه کړل شي یو خوبه د ولسي جرګې ښځینه غړې د کابینې پاتې نوم اند وزرانو ته د باور رایه ورنه کړي او بل به د ولسي جرګې په ټاکنو کې هم برخه وانه خلي.
میرمن ظریفي زدا هم وویل که څه هم ښځې پر حکومت او ټاکنیزو بنسټونو بې باوره شوي خو بیا هم دوی خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
"بې باوري سمې دي خو موږ هیڅ کله نه ناهیلې کیږو او موږ به د خپلې راتلونکې له پاره له پخواڅخه هم پټینګ او جدي ګامونه پورته کړو."
غونډې ته د رڼو ټاکنو بسنټ مشر نعیم ایوب زاده وویل که څه هم په تیرو ټاکنو کې د ښځو ونډه پراخه وه خو د ملي یوالي په حکومت کې د ښځو ونډه پیکه ده.
د ملي یووالي حکومت مشرانو په لومړي سر کې ژمنه کړې وه چې په کابینه کې به څلور څوکۍ ښځو ته ورکوي خو د کابینې نوملړ د اعلان پروخت د درې ښځو نومونو د نوماند وزیر په توګه اعلان شول چې وروسته یوه د دویم تابعیت درلودلو له امله د کابینې له نوملړ څخه وایستل شوه او پرځای یې یو نارینه ونومول شو، د بلې پر تحصیلي سند شک وښودل شو اودرېیمې ته یې ولسي جرګې د باور رایه ورنه کړه.
ښاغلي ایوب زاده له حکومت څخه وغوښتل، ښځو ته نه یواځې په سایسي- دموکراتیک بهیر بلکې په سیاست، د حکومت په پریکړو، د دولت په مشري او نورو برخو کې هم ونډه ورکړل شي.
د رڼو ټاکنو بنسټ مشر دا هم وویل چې په راتلونکو پارلماني ټاکنو کې د ښځو پراخ ګډون په ټاکنو د رڼښت لامل ګرځي.
نوموړي زیاته کړه چې د ولسوالیو د شواګانو ټاکنو پر مهال دې په ولسوالیو کې د ښځو د ګډون له پاره جدي چمتوالی ونیول شي.
"د ولسوالیو شوراګانو ټاکنو له پاره باید امنیتي، تخنیکي، لوژستیکي، حقوقي او امنیتي چمتوالی ونیول شي کنه نو ستونزمنه به وي چې په ولسوالیو کې استازي، د رایو پر بنسټ وټاکل شي او د ښځو له پاره باید اختصاصي چوکۍ په پام کې ونیول شي ځکه د مرکز په پرتله په ولسوالیو کې د ښځو وضیعت ډیر پیچلی او محدود دی او ستونزې لري."
دغه راز په دې غونډه کې یوشمیر نورو ښځو د ملي یوالي له حکومت څخه وغوښتل چې د ولسوالیو په شوراګانو کې دې د ښځو ونډه بیرته ۲۵ سلنې څخه پورته او دغه راز هغه ژمنې چې ولسمشر د کابینې په اړه کړې وې پر څلورو ښځو محدودې نه شي بلکې باید له هغه څخه هم پورته شي.
که د ښځو حقونو فعالانې خپل دغه فشار ته دوام ورکړي د کتونکو په اند ښایي حکومتي مشران اړ شي چې په پاتې وزارتونو کې د ښځو ونډه یو څه زیاته شي خو لاهم په دې اړه وړاندوینه ستونزمنه ده.
په ټاکنیزو منډو ترړو کې ټولو نوماندانو د ښځو ملاتړ خپلولو په موخه ډیرې ژمنې کړي وې او دغه راز، هم ولسمشر محمد اشرف غني او هم اجرایوي رییس عبدالله عبدالله په ټاکنو کې د ښځو پراخې ونډې او له دوی څخه د ملاتړ په اړه مننه کړې وه.
په سیاست کې د ښځو ګډون نه یوازې په افغانستان بلکې په نړیواله کچه یوه ستونزمنه مسله ده، لاهم په ډیرو پرمختللیو هیوادو کې هغه ډول چې ښایي ښځو ته په سیاست کې له نارینه وو سره برابره ونډه نه ده ورکړل شوې او یا هم دوی نه ده اخیستې.