د افغانستان د بهرینو چارو وزارت ویلي دي، د برېښنا لیږد پروژې" کاسا زر" انتقالي او مالي هوکړه لیک د نهايي کېدو په حال کې دی او د رغونې کار به یې په نېږدې راتلونکي کې پیل شي.
د دې پروژې برخوالو د پروژې د اصلي هوکړه لیک او د برېښنا د پېرلو هوکړه لیک د نهايی کولو لپاره د (مارچ په ۱۶ او ۱۷مه) د ترکیې په استانبول ښار کې خبرې وکړې.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د نړیوال بانک استازي او د امریکا د متحده ایالاتو نړیواله پراختیا اداره چې د دغې پروژې مالي ملاتړي دي، په دغه ناسته کې د دې پروژې په نهايي کولو او بشپړلو ټیګار وکړ.
د دې وزارت د چارواکیو په وینا، دغه پروژه به تر ۲۰۱۸ زېږديز کال پورې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
"کاسا زر" له مرکزي آسیا نه سویلي آسیا ته د برېښنا لېږد پروژه ده.
د دغې پروژې زیاته برخه د افغانستان له خاورې تېرېږي، چې د ترانزیټ له درکه هم افغانستان په ساعت کې له یو کلیو واټ بریښنا څخه دوه اعشاریه پنځه سنټه تر لاسه کوي.
دغه پروژه ۱.۱۷ میلیارده ډالره لګښت لري، چې له دې نه۵۲۶ میلیونه ډالر نړیوال بانک ورکوي.
د دغې پروژې لپاره د افغانستان برخه درې نیم سوه میلیونه ډالره کیږي، چې د نړیوال بانک له خوا ورکول کیږي.
احمد شکیب مستغني، وايي ټاکل شوي ده، چې د دې پروژې د ستیشننونو د جوړونې کار به د روان میلادي کال د اپریل په میاشت کې د تاجکستان د سنګ توده په ښار، کابل او خېبر پښتونخوا کې په راتلونکي میاشت کې داوطلبۍ ته وړاندې شي.
په ورته وخت کې اقتصادي کارپوهان د دې پروژې پلي کېدل د افغانستان د اقتصادي ودې او پراختیا لپاره ګټور بولي.
د اقتصادي چارو پوه خلیل الله صدیق له سلام وطندارسره په خبرو کې وویل، "په اوس وخت کې تولیدي شرکتونه په افغانستان کې د برېښنا له کموالي او نشتون له جدي ستونزو سره مخ دي. د دې برېښنا راتګ او کورنو او فابریکو ته یې عرضه کول د تولیداتو د بیو په کموالي کې ښه وال رامنځته کړي. په ځانګړي توګه د خلکو سوکالۍ او اقتصادي پراختیا په برخه کې ښه والی رامنځته کړي".
د کاسا زر پروژې طرحه په ۲۰۰۶ زېږديز کال کې وړاندې شوه او د سیمې له مهمو پروژو څخه، ده چې له جوړېدو سره به یې ۱۳۰۰ میګا واټه برېښنا له قرغیزستان او تاجکستان څخه افغانستان او پاکستان ته ولیږدول شي.
افغانستان د دې پروژې د ترانزیت له اخیستلو سربېره کولی شي، چې ۳۰۰ میګاواټه برېښنا تر لاسه کړي او پاتې ۱۰۰۰ میګاواټه برېښنا پاکستان ته لېږل کېږي.
د اقتصادي چارو یو شمېرکارپوهان سره له دې چې دا پروژه د افغانستان د اقتصاد لپاره ګټوره بولي، خو د افغانستان په خاوره کې یې د امنیت پرخوندي کولو هم ټینګار کوي.
د اقتصادي چارو کارپوهان وایې، که افغانستان وکړی شي په خپلې خاورې کې د ټاپي او کاسا زر غوندې پروژو لپاره مناسب شرایط برابر کړي؛ نو کولی شي، چې افغانستان پر خپلو پښو ودروي.