ډاکټر عبدالله: په ترکیه کې د دوستم پاتې کېدو پلوی نه یم

د ملي یووالي حکومت اجرایوي رییس عبدالله عبدالله د ناټو مشرانو غونډه کې د ګډون په موخه د بلجیم مرکز بروکسل ته تللی، هلته یې د سلام‌وطندار خبریال د پوښتنې په ځواب کې چې د جنرال دوستم په اړه د هغه دریځ یې پوښتلی ویلي:« هېواد ته د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال دوستم د راستنېدو په اړه مخالف دریځ نه‌لرم.»

د ښاغلي عبدالله په خبره، که هېواد ته د جنرال دوستم د بېرته راستنېدو په لار کې حقوقي یا قانوني خنډ موجود وي، په دې اړه باید خلکو ته توضیحات ورکړل شي.

اجرایوي رییس زیاتوي، د ده شخصي دریځ دا دی چې «سیاسي شخصیتونه» باید هېواد ته د سفر اجازه ولري.

حکومتي سرچینې په رسمي توګه د ولسمشرۍ ماڼۍ د لومړي مرستیال تبعیدیدل نه تاییدوي. داسې راپورونه موجود دي چې ښيي، د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش ترکیې ته په سفر کې له ښاغلي دوستم سره کتلي دي او هېواد ته پر راستنېدو هوکړې ته رسېدلي؛ ټاکل شوې راتلونکې اوونۍ هېواد ته راستون شي.

دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې جنرال دوستم ته د یو منسوب قوماندان له نیول کېدو وروسته په شمالي ولایتونو کې له څوو ورځو راهیسې زرګونو پلویانو یې لاریونونه او اعتراضونه کړي دي او د دغه قوماندان د راخوشې کولو سربېره هېواد ته د جنرال دوستم د بېرته راستنولو غوښتنه کوي.

له دې مخکې «د افغانستان ژغورنې اېتلاف» چې د جمعیت ګوند اجرایوي رییس عطامحمد نور، د اجرایه ریاست دویم مرستیال محمد محقق او جنرال دوستم یې په سر کې دي، اعلان کړی چې دغه اېتلاف به دوستم هېواد ته راستون کړي.

له احمد ایشچي سره د دوستم  او د هغه د ساتونکیو د ناوړه چلند له ادعا وروسته یوکال مخکې دوستم ترکیې ته ولاړ او تراوسه پورې هېواد ته راستون شوی نه دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام