
د کندوز ولایتي شورا غړی مولوي خوشمحمد نصرت سلاموطندار ته وايي، نن غرمه شاوخوا ۱۲ بجې د چهاردرې ولسوالۍ الکوزي سیمه کې بهرنیو ځواکونو هوایي برید کړی چې د یوې کورنۍ ۱۳ غړي پهکې وژل شوي او ۶ نور ټپیان دي.
د کندوز د چهاردرې ولسوال زلمی فاروقي برید تاییدوي؛ خو د تلفاتو په اړه څه نه وايي.
خو د کومانډو ارکان مشر ډګرمن سیفالدین عزیز د ملکيانو وژلکېدل ردوي او وايي، د ځانګړې قطعې ځواکونو نن سهار د بهرنیو ځواکونو په ملاتړ چهاردرې ولسوالۍ کې عملیات پیل کړل چې اوس هم دوام لري.
د هغه په وینا، وژل شوي کسان د طالبانو غړي دي؛ خو دې ډلې تراوسه پورې د دې خبر د رد یاد تایید په اړه څه نهدي ویلي.





