د افغانستان ټرافيکي سېسټم برېښنايي کېږي

د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوجۍ او کورنیو چارو وزارت نن د ټرافيکي سېسټم برېښنايي کولو هوکړه‌لیک لاسلیک کړ.

د یادو وزارتونو چارواکیو وویل، دغه سېسټم به د ځیرک کارت په وسیله د نقلیه وسایطو لرونکیو او چلوونکیو سره د لایسنس او جواز‌سیر اخیستو پرمهال مرسته وکړي.

د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوجۍ وزیر شهزادګل اریوبي وايي، دغه سېسټم به لومړی په کابل او وروسته په ټول هېواد کې جوړ شي چې په برېښنايي توګه د ښاري ټرافیکو سېسټم جوړولو ترڅنګ به په اړوندو ادارو کې د روڼتیا رامنځته کولو سره لازمه مرسته وکړي.

په همدې حال کې د کورنیو چارو وزیر ویس‌احمد برمک وايي، د یاد سېسټم په جوړولو سره به هغه ټول نقلیه وسایط چې هېواد ته را واردېږي، د دغه وزارت او د ټرافیکو عمومي ریاست تر څار لاندې وي.

د نوموړي په وینا، د ټرافیکو برېښنايي سېسټم د موټرو د جعلي اسنادو کارولو او فساد د مخنیوي ترڅنګ، د هېواد له امنیتي وضعیت سره هم مرسته کولی شي.

برمک زیاتوي، د دغه بهیر په پیلېدو سره به ټرانسپورټ وزارت او د هېواد ټول بندرونه له ټرافیکي برېښنايي سېسټم سره ونښلول شي.

د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوجۍ او کورنیو چارو وزارتونو د مسوولانو په وینا، د ټرافیکي برېښنايي سېسټم هوکړه‌لیک موده چې د دواړو لوریو ترمنځ لاسلیک شو، ۲ کاله ده.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام